په مختلفو هيوادونو کې د روژې دودونه
د دوشنبې په ورځ په اروپا او د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کې لومړۍ روژه ده. د نړۍ په مختلفونو هيوادونو کې ميشت مسلمانان د روژې هرکلی څه ډول کوي؟ په دې انځورونو کې یې وگورئ.
سارايوو - بوسنيا
په سارايوو کې د سيمه ایز دود له مخې هره ورځ د روژه مات پر وخت د توپ ډز کيږي.
د روژې مياشتې د ليدو دود
په دې انځور کې د تونس وگړي د دوربين په مرسته د روژې مياشت ويني. په ډېرو هېوادونو کې د دوربين پرته هم د مياشتې د ليدو دود موجود دی. له همدې امله په مختلفو هېوادونو کې روژه هم په بېلا بېلو ورځو پيليږي.
د مصر د روژې لاټين
په مصر کې د روژې په مياشت کې د دودیزو چراغونو بلول د ژورې د هرکلي د رواجونو يوه مهمه برخه ده. د قاهرې پر سيده زينب جاده د روژې مياشتې له پېل سره سم د سړکونو پر غاړو څراغونه پلورل کيږي.
د استانبول په آبي مسجد کې د ښځو د تراويح لمونځ
د استانبول د سلطان احمد مسجد ته آبي مسجد هم ويل کيږي. دلته ښځې د لومړۍ روژې د تراويح لمانځه په حال کې ليدل کيږي.
غزه، فلسطين
د مصر په څېر د غزې په بازارونو کې هم د روژې له پېل سره په بازارونو کې د مختلفو رنگونو څراغونه روښانه کيږي.
د تهران بازارونه او د ژوره مات لوازمات
په ايران کې هم د روژه مات له پاره ځانگړي خواړه چمتو کيږي. د تهران په بازارونو کې د روژې له پېل سره سم د خلکو گڼه گوڼه هم زياتيږي.
پاکستان، خرما يا کجور او پکوړې
په پاکستان کې د روژې مياشتې له را رسيدو سره سم په بازارونو کې هر لوري ته خرما، پکوړې او سمبوسې ليدل کيږي.
الجزاير، روژه مات او خواږه شيان
په الجزاير کې د روژې په مياشته کې روژتيان شات او خواږه شيان په ډېر شوق سره خوري.
د کابل کلچه پزۍ
په کابل کې هم په روژه کې له کلچه پزيو څخه د کلچو او مټايانو د رانيونکو شمير ډېر زياتيږي. شمشير حيدر (دويچه ويله اردو)