په مريخ کي د ژوند کولو نخښي موندل سوي دي
۱۳۹۱ اسفند ۲۳, چهارشنبهدغه موندنې پرهغو پخوانیو نخښو نښانو اضافه شوي دي، چې په مریخ کې یې د اوبو د موندلو په اړه کړي وې. د امريکا فضایي اداره ناسا په دې هڅه کې ده چې دا خبره روښانه کړي چې په مریخ کې اوس یا پخوا ژوند کول ممکن دي او که نه.
د سه شنبې په ورځ «د ۲۰۱۳کال د مارچ دولسمه» ناسا، په خپل مرکزي دفتر کې چې په واشنګټن کې دی، د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې د تيږو په نمونو کې موندل شوو منرالونو دا ښوولې ده چې په مریخ کې یو وخت ژوند امکان لاره.
د ناسا یوه ساینس پوه مایکل مایر، په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «سر له اوسه چې موږ په څه پوهیږو، د هغه ځواب هو دی.» ناسا د اګست په میاشت کې مریخ ته د کیوروسټي (Curiosty) په نوم یو روبات په دې موخه د څیړنو له پاره استولی وو.
دغه روبات چې د مريخ د سفر له پاره په کار اچول شوی دی تر ټولو قيمتي او په تخنيکي توگه تر ټولو پياوړی روبات دی.
دغه روبات چې یو مجهز لابراتور پکښې ځای پر ځای دی په تیرو څو میاشتو کې مهم معلومات راټول کړي دي.
د سپتمبر په میاشت کې دغه روبات د وړو کاڼو د موجودیت په اړه هم معلومات راټول کړي ول. ساینس پوهانو ویلي ول چې د ژوند کولو له پاره یوازي د اوبو موجودیت بسنه نه کوي.
د ناسا کارپوهانو ویلي دي چې د دغه ډبري د څیړولو پر وخت د هایدروجن، کاربن، اکسیجن او سلفر موجودیت تثبیت شوی، چې د ژوندانه اساس جوړوي.
په پام کې ده چې د کیوراسټي په نوم د دغه روبات ماموریت به تر ۲۰۱۴ کاله پورې دوام وکړي. ساینس پوهان هیله لري چې دغه روبات به لا نوري ډیري نمونې راټولي کړي چې په مریخ یا سره سیاره کې به د ژوند کولو په اړه په جواب موندلو کې مرسته وکړي.