په مریخ کې د انسانانو د ژوند له پاره هڅې
۱۳۹۲ شهریور ۱۹, سهشنبهله ډیر وخت راهیسې په مریخ کې د ژوند کولو په اړه بحثونه روان دي. تر اوسه پورې له ۲۲۵۰۰۰ څخه ډیرو کسانو په دغې سرې سیارې کې د ژوند کولو له پاره خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي. د دغو کسانو په ډله کې ۵۰ سنله امریکایان، ۱۰ سنله هندیان، شپږ سلنه چینایان او پنځه سنله برازیلیان شامل دي.
د مارس ون اجرائیه وي مشر او بنسټ ایښودونکی باز لنزدورپ، نومیږي چې د هالند له هیواد سره تړاو لري. د مارس ون پروژې کارکوونکي وایي چې هڅه کوي ژر تر ژره په مریخ کې د اوسیدو پلان ته عملي بڼه ورکړي او په ۲۰۲۲ کال کې په عملي ډول مریخ ته د خلکو د استول لړۍ پیل کړي. د دغه پلان د پلي کولو له پاره څه نا څه شپږ میلیارده ډالر په کار دي.
پلان شوې ده چې د مارس ون پروژې کارکوونکي به په ۲۰۱۵ کال کې لس کسان په مریخ کې د اوسیدو له پاره وروزي او بیا به یې په ۲۰۱۳ کال کې د ۷ میاشتو له پاره دغې سرې سیارې ته واستوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو فضایي ادارې ناسا NASA ویلي دي چې لا تر اوسه پورې داسې تکنالوژي په لاس کې نه لري چې په مرسته یې په مریخ کې ژوند شونی شي.
له بلې خوا بیا باز لنزدورپ وایي چې پر دې پلان یې ډیر زیار کښلی دی. د هغه په خبره پر پلان باندې د نوبل جایزې گټونکی ساینسپوه ګیراردت هوفت، کار کوي چې د څیړنو پایلې به یې ژر د تلویزیون له لارې له خلکو سره شریکې شي.
اوس د کیریاستي په نوم د ناسا یو روبوت په مریخ کې دی او له د دغې سیارې په اړه معلومات ځمکې ته استوي.