په ميانمار کې «د اسلام د دښمن» د نيولو امر صادر شو
۱۳۹۸ خرداد ۹, پنجشنبهيوې سيمه ايزي محکمې د ميانمار په تر ټولو لوی ښار رنګون کې د ملت پال راهب د نيولو امر صادر کړی دی. د پوليسو په حواله قضايي چارواکي پر دغه واعظ باندي د «پارونې» تور پورې کوي.
دغه ۵۰ کلن په ډېري بودايي هېواد ميانمار کې له کلونو راهيسې د مسلمانانو ضد روحيه رامنځ ته کړې ده. په دې وروستيو کې يې په زياتېدونکې توګه د سولې د نوبل جايزې د ګټونکې، انګ سان سو چي، پر حکومت باندې هم نيوکې کړې دي. که ويراتو د راپورته شوو تورونو له مخې محکوم شي، نو کېدای شي عمري بند ورته واورول شي.
ويراتو د يو ډېر سخت ملت پال غورځنګ مشر بلل کيږي. يو څو ورځې مخکې نوموړی په راڅرګندېدو سره د ميانمار پر حکومتي مشري سو چي باندې تور پورې کړ چې بهرنيان ورباندې ډېر تاثير لري او دا چې هغه له هغوی سره «څملي».
هغه پر حکومت باندې د بډو او اداري فساد تور هم لګوي او په اساسي قانون کې د هغو اصلاحاتو مخالف هم دی چې هدف يې د پوځ د قدرت کمول دي.
ويراتو د پوځي ديکتاتورۍ پر وخت په کلونو په زندان کې ناست وو. وروسته له هغه چې نوموړی آزاد شو، هغه د مسلمانانو پر ضد له قهره ډکې خبرې شروع کړې. په نتيجه کې د تعقيب له وېرې څخه څه باندې سل زره د رهينګيا اقليت غړي ګاونډي هېواد بنګله دېش ته وتښتېدل. ډېری دغسې کسان پر ويراتو باندي تور پورې کوي چې د مسلمانانو ضد کرکې په رامنځ ته کولو کې يې لاس لرلی دی.
امريکايي «ټايم» مجلې ويراتو په ۲۰۱۳م کال کې لا د «د بودايي ترهګرۍ اصلي څېره» بللې وه. د فيسبوک په نوم انترنېټي شرکت د ويراتو حساب چې سل زره پلويان هم لري، د ۲۰۱۸م کال له جنورۍ مياشتې راهيسې تړلی دی. له تېرې مياشتې راهيسې دغه راهب نور اجازه هم نه لري چې تايلنډ ته سفر وکړي. په ميانمار کې ۵۴ ميليونه انسانان اوسيږي چې تقريبا ۹۰ سلنه يې د بودايي مذهب پيروان دي.
stu/ww (dpa, rtr)/ن ص/ن ز