1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ميانمار کې دوه روهنګيايي ښځې وژل شوي دي

۱۳۹۸ بهمن ۵, شنبه

په ميانمار کې دوه روهنګيايي ښځې په ډزو وژل شوي دي. د ميانمار پوځ ويلي چې دغه ښځې د پوځ او روهګيايي ياغيانو تر منځ جګړه کې په ګوليو لګيدلي، خو ياغيانو ويلي چې د دوی او پوځ ترمنځ جګړه نه ده کړې.

https://p.dw.com/p/3WoMa
Myanmar Rohingya-Flüchtlinge aus Bangladesch | Polizei & Journalisten Thet Kae Pyin-Camp
آرشيفانځور: Getty Images/AFP/P. Hein Kyaw

د ميانمار د پوځ وياند، آلمان خبري آژانس ته ويلي چې له دغو دوو روهنګيايي ښځو څخه يوه يې په شمالي ايالت راخين کې د درنو وسلو په ډزو کې وژل شوې او بلې يې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده. د پوځ وياند د دغو دوو ښځو د وژل کيدو پړه د روهنګيايي ياغيانو پر ډلې، آراکان آرمي باندې اچولې ده.

خو اراکان آرمي ډلې په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د دوی او ميانماري پوځ ترمنځ کومه نښته يا جګړه نه ده شوې. دغې ډلې د ميانمار د پوځ دغه ادعا بې بنسټه او درواغ بللې ده.

دغه دوه روهنګيايي ښځې په داسې وخت کې وژل شوي دي چې د ملګرو ملتونو نړېوالې محکمې ميانمار حکومت ته ويلي دي چې د روهنګيا مسلمان لږکۍ د حافظت او خوندي توب مسئله باوري کړي او د هغوی د ځان او مال د ساتنې له پاره بشپړ لازم اقدامات تر سره کړي.

نړېوالې محکمې همدا راز له ميانمار څخه غوښتي تر څو د روهنګيايانو پر وړاندې د ترسره شوو پر له پسې ټولو تاوتريخوالو له نښو او شواهدو څخه په بشپړ احتياط ساتنه وکړي.

د ويلو ده چې د ميانمار پوځ په ۲۰۱۷م کال په راخين ایالت کې چيري چې د روهنګيا مسلمان اقليت اوسيږي پوځي عمليات ترسره کړل. تر دغو پوځي اقداماتو وروسته څه باندې ۷۰۰ زره روهنګيايان ګاونډي هيواد بنګله ديش ته مهاجر شول.