په میليونونو ماشومان له لوږي زوريږي
۱۳۹۸ مهر ۲۴, چهارشنبهد ماشومانو د ساتنې صندوق (يونیسف) په يو رپوټ کې وايې چې په نړۍ کې د ماشومانو يو پر دريم له شپږمياشتنۍ نه تر دوه کلنۍ پورې ورته د بدني او ذهنې ودې له پاره مناسب خواړه نه رسیږې. د یونیسف دغه رپوټ د اکتوبر مياشتې د ۱۶نېټې په درشل کې چې د تغذيې نړیواله ورځ ده خپور شوی دی.
کارپوهان خبرداری ورکوی چې د ماشومانو ماغزه په ناوړه يا کمو خوړو سره په ښه توګه وده نه کوي او بيا وروسته به هغوی د حافظې په برخه کې له ستونزو سره مخ وی. برسیره پر دې د هغوی بدنې ځواک به دومره کمزوری وي،چې په کوچنۍ ناروغۍ سره به له پښو لويږي.
د یونيسف اجرايي مدیره میرمن هنريتا فوره وايې: »په وروستیو کلونو کې د تکنالوژۍ، کلتورې او ټولنیزو پرمختګونو په برخه کې موږ پر يوه اساسي واقعيت سترګې پټې کړي دي چې که ماشومان سم تغذيه نه شي ژوند به يې شه نه وي.«
د يونیسف دغه چارواکی خبرداری ورکوی، چې د ناسمې تغذیې پيژندل او تر وړاندې مقابله کولو لاري او طريقې باید بدلون ومومي: »مسله دا نه ده، چې دغه ماشومان دې په پوره ډول خواړه وخوري، بلکي اصلي موخه دا ده چې هغوی سم تغذيه شي.«
يونيسف په خپل رپوټ کې د ماشومانو د ناسمو خوړو د ډولونو نوم لړ جوړ کړی دی. ۵۰ میليونه ماشومان د خوارک له لږښت څخه زوريږې او ډير کمزوري دي. ۴۰ ميليونه ماشومان تر پنځه کلنۍ په کم سن کې اضافه وزن لري او چاغ دي. د ماشومانو او تنکيو ځوانانو شمير چې د پنځه او ۱۹ کلونو تر منځ دي، د ناسمو خوړو او خوږو خوړلو له کبله زيات وزن لري.
له ۲۰۰۰څخه تر ۲۰۱۶م کال پورې دغه شمیر دوه برابره زیات شوی دی. د بيلګې په توګه په ۲۰۱۶م کال کې د آلماني ماشومانو شمیر چې اضافه وزن يې درلود ۲۶ اشياره دوه سلنه وو چې له ۱۹۹۰م کال سره د پرتلنې له مخې ۳۷ سلنه زیاتوالی پکې راغلی.
د يونیسف په رپوټ کې راغلي دي چې د ناسمو خوړو عادت، د ماشوم د ژوند له هماغه لومړۍ ورځې څخه پيل کيږي. د مثال په توګه که څه هم د مور شیدې د ماشوم له پاره تر ټولو ښه خواړه دی، خو ېوازي په سلو کې ۲۴ يې له شپږو مياشتو څخه په کم عمر کې د مور شيدې خوري.
په هغو هيوادونو کې چې وګړې يې منځنی عاید لري، لکه برازيل، چين، ترکیه د وچو شیدو پلورل هم په څرګند ډول ډير شوي دي. یونیسف د دې لامل له ټولو څخه زيات د (بازار موندنې له نامناسبه تبليغاتو) څخه ګڼي.