په میلیونو کسان د حج مراسم پر ځای کوي
بیا هم په میلیونو مسلمانان د سعودي عربستان سپیڅلي ښار مکې معظمې ته تللي دي. سږ کال د حج مراسم، په نړۍ کې د سیاسي کشمکشونو او امنیتي اندیښنو ترسیورې لاندې تر سره کیږي.
مذهبي خوشحالي
د حج په مراسمو کې د یادگاري عکس اخیستل مهم دي. د حج د مراسمو ادا کول د یوه مسلمان د ژوندانه مهمه برخه جوړوي. حج پر هرهغه مسلمان چې مالي توان ولري او د روغتیا له لحاظه جوړ وي فرض گڼل کیږي. د سعودي عربستان چارواکي مکلف دي چې د حج مراسم تنظیم کړي.
طواف
د حج د مراسمو وروستی هدف د مکې معظمې د سپیڅلي ښار څخه لیدل دي. ټول مسلمانان د سعودی عربستان په دغه ښار کې د ستر زیارت څخه لیدنه کوي. د دغه زیارت په منځ کې کعبه شریفه ولاړه ده. د حج په مراسمو کې مسلمانان اوه واره پر کعبې باندې راگرځي.
د ناوړه پیښو رامنځ ته کیدل
ویل کیږي چې هرکال د دوو میلیونو په شا او خوا کې انسانان مکې معظمې ته سفر کوي. خو لکه د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر د یوولسمې ورځي د پیښې په شان په وار وار سره دغه ډول ناوړه پیښې هم رامنځته کیږي. په هغه ورځ د خرابې هوا له امله یو جرثقیل پر حاجیانو راولوید او څه د پاسه سل کسان یې ووژل.
د مرگ تر سرحده تر پښو لاندې سول
د جرثقیل د رالوید تر پیښې کابو دوې اوونۍ وروسته یعنې د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر پر ۲۴مه بیا یوه بله تراژیدي رامنځته سوه. مکې ته نژدې د مینا په ښار کې په زرونو حاجیان د ډیرې گڼې گوڼې له امله ترپښو لاندې سول. په دغه ځای کې د جمراتو رکن ادا کیده.
ایرانیانو ته د حج پر سفر بندیز
د دغې پیښې په قربانیانو کی د ۴۶۹ کسانو په شا او خوا کې ایرانیان شامل وو. تر پیښې وروسته په تهران کې د سعودي عربستان د سفارت مخې ته مظاهرې ترسره سوې. دې کار د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې چې مخکې هم چندانې ښې نه وې، نورې هم ترینگلي کړې. سږ کال د ایران حکومت خپلو اتباعو ته اجازه ورنه کړه چې د حج په مراسمو کې گډون وکړي.
د پرمختللي تخنیک څخه کار اخیستل
د تیرو ناوړه پیښو د رامنځته کیدو له امله اوس سعودي عربستان خپل امنیتي تدابیر سخت کړي دي. هغوی داسې د لاسي بندونه هر حاجي ته ورپه لاس کړي چې له مخې یې هر کس د ازدهام په حالت کې هم ښه پیژندل کیږي. په دغو لاسي بندونو کې د حاجیانو د هویت او صحي حالت په اړه ارقام ثبت دي. همدارنگه د اذان له وختونو څخه هم حاجیان خبریږي.
عرفات غونډۍ ته ختل
د حج د مراسمو ترټولو مهمه برخه د عرفات پر غره باندې مزل شمیرل کیږي. په دغه ځای کې زیارت کوونکي له خدای څخه د خپلو گناهونو د بخښلو غوښتنه کوي. د حج د مراسمو یوه بله لویه برخه د لوی اختر لمانځل تشکیلوي. لوی اختر نه یوازې په مکه معظمه بلکه په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو له خوا لمانځل کیږي.