په ننګرهار کې د داعش پر ضد عملیاتو انځورونه
د ننگرهار چارواکي ادعا کوي چي په خوږياڼو ولسوالۍ کي د عملياتو په ترځ کي تر اوسه پوري په لسونو داعشيان وژل شوي او څو نور يې ټپيان کړي دي. خو ډيري کورنۍ هم بې ځايه سوي دي. د دويچه ويله خبريال دغي ولسوالۍ ته ورغلی.
ننګرهار کې چارواکي وايي، د دې ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش پر ضد پیل شویو عملیاتو کې تر اوسه ۲۶ داعش وسله وال وژل شوي او ۳۰ ټپيان شوي دي.
ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قومندان برید جنرال محمد نسیم سنګین نن د خوږیاڼو په پیره خېلو کې دویچه ویله ته وویل، دا عملیات څلور ورځې وړاندې د افغان کومانډو ځواکونو په ګډون د ملي اردو، ملي پولیسو، سرحدي پولیسو ، نظم عامه او سیمه ییزو پولیسو له لوري پیل شوي دي.
نوموړی وايي، تر اوسه دې عملیاتو کې د خوږیاڼو د پیره خېلو ساحې پنځه کلي له داعش پاک شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې هم له منځه وړل شوي دي.
جنرال سنګین وايي، د داعش د نښان ویشتونکو شتون، د هغوی له لوري سیمه کې د ماینونو پراخ کر او د ځانمرګو شتون د دوی د عملیاتو پر وړاندې لوی خنډ دی. دی وايي، تر اوسه یې له شلو ډېر ماینونه هم شنډ کړي او دې عملیاتو کې تر اوسه ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
داعش ډلې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د خوږیاڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي چپاو ور وړ او ورو ورو د دې ولسوالۍ پیره خېلو سیمې ته ښکته او د وسله والو طالبانو سره په جګړه ښکېل شول. د دې جګړو له امله شاوخوا پنځه زره کورنۍ هم له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
په عین وخت کې تیره اونۍ ځینو رسنیو رپوټ ورکړ چې په افغانستان کې له داعش سره یو شمیر فرانسوي او الجریايي جنګیالي هم یوځای شوي. تر دې وروسته، د افغانستان ملي دفاع وزارت د افغانستان په سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د پوځي عملیاتو خبر هم ورکړی.
داعش یا اسلامي دولت ډلې د لومړي ځل له پاره د افغانستان په مشرقي ننګرهار ولایت کې د خپل شتون اعلان وکړ. یادې ډلې په دې ولایت کې له افغان او نړیوالو ځواکونو سره سختې نښتې هم کړي. په عین وخت کې امریکا متحده ایالاتو د داعش د ځالو د لمنځه وړلو له پاره په دې ولایت کې د امریکا تر ټولو ستر بم یا «د بمونو مور» هم وکاروله.
چارواکي وايي، تر هغې دې عملیاتو ته دوام ورکوي، چې تر څو داعش ډله له سیمې تیښتې ته اړ کړي او ملکي خلک خپلو کورونو ته ور وګرځي.
یو شمېر مرستندویه ادارو او افغان حکومت له بې ځایه شویو کورنیو سره څه نا څه مرستې کړي، خو دوی وايي، مرستې ورته بسنه نه کوي، ځکه له یوې خوا سخت ژمی پیل شوی او له بل پلوه بې ځایه شویو کورنیو په سپیرو ډاګونو کې اړولي دي. (انځورونه اميد ديدار)