1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي د وسلو تجارت - په تيره بيا روسيه کي ـ مخ پر وده دی

۱۴۰۳ آذر ۱۳, سه‌شنبه

دا په تیره بیا په اوکراین او غزې تراډه کي جگړې دي چي وسلو او پوځي تجهیزاتو ته اړتیا زیاتوي، خو په ختیځه آسیا کي تاوتریخوالی هم د دې سبب سوی دی.

https://p.dw.com/p/4ndvn
د آلمان د پوځ لیوپارډ ۲ ټانکونه
په نړۍ کي د وسلو تجارت - په تيره بيا روسيه کي ـ مخ پر وده دیانځور: Sean Gallup/Getty Images

په سويډن کي د سولي د څېړني انستيتيوت (SIPRI) په خپل وروستي رپوټ کي ويلي دي چي په ۲۰۲۳م کال کي په نړۍ کي د وسلو د ۱۰۰ سترو تولیدوونکو شرکتونو عاید مجموعاً ۶۳۲ میلیارده امریکايي ډالره ښودل سوی دی، چي دا د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۴،۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د نوموړي رپوټ یوه لیکونکي شیاو لینګ، له دویچه ویلي سره په مرکه کي څرگنده کړه: «په ۲۰۲۳م کال کي تر ټولو مهم پرمختګ دا و چي په تیره بیا اروپايي او د امریکا متحده ایالاتو شرکتونه بلاخره په دې وتوانیدل چې د اوکراین د جګړې له امله مخ پر زیاتیدونکي تقاضا، په حقیقت کې د عایداتو په زیاتوالي واړوي. په ۲۰۲۲م کال کي موږ ولیدل چې ډېرو شرکتونو لا هم د کرونا وبا له امله په اکمالاتي ځنځیرونو کي رامنځته سوو میراثي ستونزو سره مبارزه کوله او د تولید په زیاتوالي کي یې ستونزې درلودې.»

روسیه: د پوځي لگښتونو زیاتوالی، لږشفافیت

په ۲۰۲۳م کال کي تر ټولو ستر زياتوالی د روسیې دفاعي شرکتونو ثبت کړی دی. د سیپري د څېړنو له مخې د هغوی عاید ۴۰ سلنه لوړ سوی دی.

وروسته له هغه چې پر اوکراین چټکه بریا چي تمه يې کیده رامنځته نه سوه، د دولتي فرمايشاتو سره سم توليدات زيات سول. په رپوټ کي راغلي دي چي توغندي ، جنگي الوتکي او ډرونونه ځیني وختونه په  څو شیفته کاري سیستم کي تولید سول، ترڅو په جبهه کي د پام وړ مادي زیانونه جبران کړي.

د نړۍ د سترو ۱۰۰ دفاعي شرکتونو په منځ کي یوازینی اوکرایني شرکت د JSC په نوم د اوکراین دفاعي صنعت دی چي خپل عواید یې ۶۹ سلنه زیات کړي دي.

آلماني تولیدوونکي د ودې په حال کي دي

د اوکراین جگړې (له روسیې پرته) د اروپا د وسلو پر توليدونکو شرکتونو بېلابېلې اغیزې لرلي دي. ځینو هیوادونو لکه فرانسې او ایټاليا، په ښکاره ډول د خپلو عایداتو کمښت ثبت کړی دی. خو د آلماني  شرکتونو عاید بیا برعکس ۷،۵ سلنه لوړ سوی دی.

په مجموعي ډول ۴ آلماني شرکتونه د نړۍ د وسلو په سلو سترو شرکتونو کي شاملیږي: راین میټال، تیسین کروپ، هیسولت او ډیهل. راین میټال، د یوه ستر آلماني شرکت په توگه په دغه نوملړ کي ۲۶ ځای لري او وې کولای سول خپل عایدات ۶ سلنې ته لوړ کړي. نوموړی شرکت د نورو ترڅنگ ۱۵۵ مليمتري د توپ ګولۍ، اتوماتیک هویتزر او زغره وال وسایط تولیدوي - هغه وسلې چې په اوکراین  کې د جګړې له امله ورته تقاضا ډېره ده.

Rheinmetall in Unterlüß
د جرمني د راین میټال په شرکت کی دوه تولید سوي ټانکونهانځور: Philipp Schulze/dpa/picture alliance

اروپا له کمزورې ودې سره

د انفرادي کمپنيو پر ودې سربیره، اروپا په مجموع کي د نړۍ هغه سیمه وه چې د دفاعي سکتور په برخه کې یې تر ټولو ټیټه وده لرله - یعنی د ۲۰۲۲م کال په پرتله یوازې صفر اعشاریه ۲ سلنه زیاتوالی. دا هم د ټیټ تولید په ظرفیت او نسبتاً ټیټې دفاعي بودیجې پوري اړه درلوده.

د نړۍ د ۱۰۰ سترو دفاعي شرکتونو ليست اوس هم د سترو امریکايي شرکتونو، لاکهید مارتین او  RTX چي پخوا  Raytheon نومیده رهبري کیږي. هغوی دواړه په ۲۰۲۳م کال کي په عایداتو کي د لږ کمښت شاهدان ول.

د سیپري په حواله دا د ځانګړو اجزاوو یا اومو موادو له محدود موجودیت سره تړاو لري چې په هوانوردۍ او توغندیو په جوړولو کې ضروري دي. په دې کار کي تقاضا ستونزه نه ده، بلکي د اکمالاتو لړۍ. په عموي ډول، کوچنيو تولیدکونکو وکولای سول په ۲۰۲۳م کال کې د لویو شرکتونو په پرتله خپل تولید په چټکۍ سره لوړ کړي.

په ختیځه آسیا کي د وضعيت بدلون

په آسیا کې بیا، په ځانګړې توګه د سویلي کوریا او جاپان دفاعي شرکتونه په دې توانیدلي چې خپل په عوایدو کي د پام وړ زیاتوالی راولي - په سیمه کي د مخ پر زیاتیدونکي تاو تریخوالي پر وړاندي د غبرګون په توگه.

جاپان له ۲۰۲۲م کال راهیسي په چټکۍ سره ځان داسي په وسلو سمبالوي چي د دوهمې نړیوالې جگړې له پای راهیسي یې ساری نه لیدل کیږي. د جنوبي کوریا د وسلو تولیدوونکي دا هدف ترلاسه کړ چي په اروپايي بازارونو کي هم خپله پښه داخله کړي. لکه څنگه چي د هیوندای روتیم کمپنۍ، پر پولند باندي جنگي ټانکونه وپلورل.

په چین کي، چیري چي په عمومي ډول اقتصادي وده کراره سوې ده، په ۲۰۲۳م کال کي د دفاعي شرکتونو عایدات فقط صفر اعشاریه ۷ سلنې ته لوړ سول. دا له ۲۰۱۹م کال راهیسي تر ټولو کښته وده ښيي. د شیاو لینگ، د اټکلونو له مخې به چینايي دفاعي صنعت د ودې په بهیر کي پاته وي. د هغه په خبره د چین د پوځ عصري کول د «چین د حکومت او شخصاً ولسمشر شي له پاره یو لومړیتوب» دی.

Israel | Raketenabwehrsystem Iron Dome
اسرائیل: د ایرون ډوم په نوم د توغنیدو دفاعي سیستمانځور: Amir Cohen/REUTERS

د اسرائیل د تولیدوونکو له پاره د عاید ریکارډ

د وسلو له ۱۰۰ سترو تولیدونکو شرکتونو څخه شپږ یې په منځني ختیځ کي مستقر دي. د هغوی عاید په ۲۰۲۳م کال کي ۱۸ سلنې یعنی ۱۹،۶ میلیارده ډالرو ته لوړ سو. په غزې تراډه کي د جگړې له پیل سره د دریو اسرائیلي شرکتونو عاید د وسلو د تجارت له امله په مجموعي ډول د ۱۳،۶ میلیارډه ډالرو ریکارډ ته ورسید.

دا تر ټولو لوړ رقم وو چي تر اوسه پوري د اسرائیل د وسلو تولیدوونکي شرکتونو له خوا په ۱۰۰ سترو مخکښو تولیدونکو شرکتونو په ډله کي ثبت سوی دی. په دغو شرکتونو کي د اوسپني گنبد محافظتي ډال جوړونکي "Iron Dome" شامل دي، چې په اسرائیل کي د راکټي بریدونو مخه نیسي.

نینا ویرکهویزر نینا یوه څیړونکې خبریاله ده چې د امنیت پالیسي او د بشري حقونو سرغړونو ته پوښښ ورکوي.