په نړۍ کي د ځيرک تليفون استعمال ولي ډير سوی؟
۱۳۹۸ دی ۲۵, چهارشنبهنن ورځ انسانان له سمارټ یا ځیرک تلیفونونو څخه یوازې د خبرو اترو له پاره کار نه اخلي، بلکې په مخ پر زیاتیدونکي ډول د خریدارۍ او بانکدارۍ له پاره یې هم کاروي.
د چهارشنبې په ورځ د «اپ اني» په نوم د تحلیل پلیټ فارم د خپرې شوې څیړنې د نتایجو له مخې اټکل شوی چې په تیر میلادي کال کې په اوسط ډول په ورځ کې کاروونکو ۳،۷ ساعت د ځیرک تلیفون په استعمالولو تیر کړي دي.
رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په ۲۰۱۸م کال کې دغه اوسط د ورځې درې ساعته اټکل شوی وو.
همداشان په تیر میلادي کال کې په نړۍ کې په ټوله کې ۲۰۴ میلیارده اپونه ډاونلوډ شوي دي، چې د هغې له پاره یې ۱۲۰ میلیارده ډالر لګولي دي. دغه شمیر په ۲۰۱۸م کال کې ۱۰۱ میلیارده ته رسیده.
د ځیرک تلیفونونو کاروونکو خپل زیات وخت د ټولنیزو رسنیود کارولو، د ویډیو ګانو په لیدلو، ګیم یا لوبو کولو او آنلاین خریدارۍ باندې تیر کړی دی. د ټولې نړۍ په کچه د مالي چارو اپونو پرمختګ کړی دی، چې له ۲۰۱۷م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې ترې استفاده دوه برابره ډیره شوې ده.