په هرات کې ښځو او بې سرپرسته ماشومانو ته حرفوي زده کړې ورکول کیږي
په هرات کې د هلپ موسسې مسوولين وايې چې ۲۳۰۰ ښځو، بې سرپرسته او له پولې اخراج شوو ماشومانو ته یې د حرفوي زده کړو فرصت برابر کړی.
د بې بضاعته ماشومانو جذبول
په هرات کې د هلپ دفتر مسولين وايې چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې یې ۲۳۰۰ بې بضاعته، بې سرپرسته کمکي ځوانان د خپلو پروګرامونو تر پوښش لاندې نيولې دي.
مسلکی زده کړې
د هلپ مرستندویه سازمان د سرچينو په حواله د دغه پروګرامونو تر پوښښ لاندې کسانو ته بیلا بیلي مسلکي زده کړې لکه خیاطي، قالین اوبدلو او ارایشګرۍ په برخه کې زده کړې ورکول کيږې.
آسیب پذیره ماشومانو او کورنیو سره مرسته
دغه پروژه ډیر آسیب پذیره ماشومانو او يا يې د کورنۍ یوه غړي ته د دوه کالو په موده کې د مسلکي زده کړې له پاره لار برابروي.
د اروپايي اتحاديې ملاتړ
د جرمني هلپ موسسه د اروپايي اتحاديې په ملاتړ په افغانستان کې فعالعيت کوي.
د بيلا بیلو مسلکونو زده کړه
دغه کسان بیلا بیل مسلکونه زده کوي. لکه خیاطي، آرایشګري، قالین اوبدل، د ودانیو د برق چارې او د موبايل ترمیمول.
د کاري زمینې مساعدولو له پاره لارښوونه
د هلپ سازمان مسوولین زیاتوي چې د مسلک زده کونکو ته به د شپږو مياشتو له پاره د کسب او کار د رامنځ ته کولو په برخه کې لارښوونه وشي.
له زده کړو وروسته کارموندنه
په هرات کې د «هلپ» مرستندويه سازمان مسووله الهه فروتن، وايې چې دغه دوره شپږ مياشتنۍ ده او په هره مياشت کې زده کونکو ته ۲۵۰۰ افغانۍ ورکول کيږې. د هغې په وینا هغه کسان چې مسلکي زده کړې بشپړې کړي، د کار بازار ته د داخلیدو فرصت هم موندلی شي.