په هلمند کي يو بل ښوونځی د خاورو سره خاوري سو
۱۳۸۹ شهریور ۷, یکشنبهشيراغاصافى وايي دغه ښوونځي د نادعلي ولسوالي د نورزو په کلي کي د تيرو پنځو مياشتو راهسي فعاله و او نږدې يوسل او نوي تنه زده کوونکي يي درلوده.
نړول سوى ښوونځى په هلمند کي د ميشتي پي ار ټي يا ولايتي بيا رغوني ټيم له لوري جوړسوى وو او تيره شپه د ماينونو په واسطه له منځه يوړل سوو.
د پيښي په اړه د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان عصمت الله سادات ددويچه ويلي راډيو ته وويل چي، په دي پيښه کي د سيمي درې تنه اوسيدنکي چي د ښونځي ترڅنګ جومات کي يې لمونځ کوى هم ټپيان سوي دي.
عصمت الله وويل د ښوونځی ترڅنګ مسجد ته هم سخت زيان رسيدلی دی او اکثره دېوالونه يي له منځه تللي دي.
د پيښي پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخستې خو د سيمي خلګ وايي چي دا کار وسلوالو طالبآنو کړى دى.
د سيمي يوه کس چي نه يې غوښتل نوم يي په ډاګه سي دويچه ويلي المان ږغ راډيوته وويل: «ښوونځى مي په خپلو سترګو وليدى ټول يي له خاورو سره يوشان کړى وو.»
د نادعلي ولسوالي د نورزو د کلي د ښوونځی نړول لومړۍ پيښه نه ده، بلکي په هغه ولسوالۍ کي د زرغون کلي ،شنه کلي او د يوديرش غربي په سيمه کي د ډيرو ګڼ ميشتو سيمو ښوونځي هم وسلوالو کسانو په تيريوه کال کي نړولي دي.
مجتبي محمدي/ هلمند
کتونکی: نجيب الله زيارمل