په هند کې د روژې وروستۍ ورځې او اختر ته چمتووالی
هند یو څو توکمه هیواد دی او د ډيرو مذهبونو پیرویان پکښې په شریکه ژوند کوي. د پلازمینې نوي دهلي د مسلمانانو په محله کې روژه د یوه مذهبي جشن په توګه ولمانځل شوه.
د روژې وروستۍ ورځې او د موسمي بارانونو پيل
د دهلي زوړ ښار اوس هم د هند د پلازمینې نوي دهلي زړه دی. دا د مسلمانانو سیمه ده چې یو وخت د هند د مسلمانو واکمنانانو پایتخت وو. دلته په روژه کې د لمر د پریوتو وروسته ژوند پیلیږي.
تر روژه ماتې مخکې باید بوټونه وایستل شي
پنځه کلن اسماعیل د دې مسلمان میشتې سیمې په یوه وړه کوڅه کې اوسي. دی هر ماښام د خپل پلار سره د ګډ روژه مات له ځي چې دغلته ورته «افطار» ویل کیږي.
هندوان هم له مسلمانانو سره په روژه مات کې ګډون کوي
په هند کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ وخت نا وخته خونړی زور زیاتی رامنځته کیږي. پر لومړي وزیر نریندرا مودي تور لګول کیږي چې دی یو هندو ناسیونالست دی. خو د دهلي په زاړه ښار کې د روژه مات پر وخت دغه ټولې شخړې له پامه غورځول کیږي.
په ګډه دعا
د دهلي په زاړه ښار کې لمر څه د پاسه اووه بجې پریوزي. د روژه مات له مخه ټول په ګډه دعاوې کوي.
د زاړه ښار جامع مسجد
د مسلمان میشته سیمې په مرکز کې پروت ستر «جامع مسجد» د وولسمې پيړۍ په نیمايي کې مسلمان باچا شاجهان جوړ کړې وو. په روژه کې دلته ډيرې کورنۍ د جومات په دننه سالونو کې په ګډه روژه مات سره کوي.
د اختر له پاره نوي کالي
اختر ته چمتووالې په اصل کې د روژې د نیمايي پیلیږي، خو ډير زور په وروستیو دوه دریو شپو کې اخلي. دلته هم د نړۍ د نورو برخو غوندې د اختر له پاره نوي کالي رانیول کیږي. ماښام موده د دهلي د زاړه ښار کوچنۍ هډۍ هم ډیر مشتریان لري.
په روژه کې ښه کاروبار
د روژې میاشت د ډيرو مسلمانانو کاروباریانو له پاره د ګټې له پلوه ډيره مهمه ده. خو یوازې کله چې باران وي، کم خلک سودا ته ځي. د اختر دمخه وخت د کوچنیو سوداګرانو له پاره د ګټې موسم وي.
«د ماښام ډوډۍ مې خوښيږي»
«زه په روژه کې هره ورځ د قرآن پاک تلاوت کوم. موږ پنځه وخت لمونځ هم کوو.» دا څرګندونې ۱۵ کلنه انوشا کوي. په روژه کې دا تر ټولو زیاته د کورنۍ سره په شریکه د ماښام ډوډۍ ته خوشاله وي.
«عید مبارک»
«عید مبارک» د اختر په ورځ د هند مسلمانان یو بل ته په عربي ژبه مبارکي وايي. دلته هم خلک د کورنیو او دوستانو سره وخت تیروي او رنګا رنګ خواړه پخوي.