1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينهندوستان

په هند کې محکمې د «شیطاني آیات» کتاب ممنوعیت لغوه کړ

۱۴۰۳ آبان ۱۹, شنبه

کله چې په ۱۹۸۸م کال کې د «شیطاني آیات» تر عنوان لاندې د سلمان رشدي کتاب خپور شو، په اسلامي نړۍ کې یې سخته غوسه راوپاروله. هند ته هم د دې کتاب واردول منع شو. خو اوس یوې محکمې دغه ممنوعیت تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.

https://p.dw.com/p/4mpLj
د سلمان رشدي کتاب «شیطاني آیات»
په ۱۹۸۸م کال کې د «شیطاني آیات» کتاب له خپریدو سره سم بې له ځنډه په اسلامي نړۍ کې شدید اعتراضونه پیل شول.انځور: Carsten Koall/dpa/picture alliance

د نوي ډهلي عالي محکمه دې نتیجې ته رسیدلې ده چې نور نو، د هغه ممنوعیت په هکله چې په ۱۹۸۸ م کال کې اعلان شوی وو هیڅ رسمي سند نه موندل کیږي. د «The Hindu» او نورو هندي رسنیو د رپوټ پر بنسټ قاضیانو ویلي دي: «مونږ بې له دې بله هیڅ چاره نه لرو چې ومنو دا ډول اعلامیه شتون نه لري.»

د سلمان رشدي دا کتاب ۳۶ کاله مخکې د افراطي اسلامي ګوند په ګډون، په هند کې د څو سازمانونو په غوښتنه منع شوی و. د هندوستان د هغه وخت حکومت [د سلمان رشدي چې په هند کې زیږیدلی او اوس ۷۷ کاله عمر لري] د دې کتاب د خپریدو په صورت کې د عمومي ګډوډۍ رامنځته کیدو انديښنه درلوده.

پر کتاب د بندیز ګونګ وضعیت

په ۲۰۱۹م کال کې د دې کتاب یوه مینه وال د کتاب د ممنوعیت پر ضد شکایت وکړ. د قاضیانو د وینا مطابق شکایت کوونکی سندیپان خان، د محکمې له تازه پریکړې وروسته اوس کولی شي دغه کتاب ترلاسه او هر اقدام چې قانون ورته اجازه ورکوي، ترسره کړي.

د شیطاني ایات په نوم د کتاب لیکوال سلمان رشدي
په ۲۰۲۲م کال کې په امریکا متحده ایالاتو کې د رشدي د وژلو ناکامه هڅه وشوه. انځور: KIRILL KUDRYAVTSEV/AFP

په لومړیو کې مشخصه نه وه چې آیا د هند اوسنی حکومت کولی شي دغه بندیز یو ځل بیا نافذ کړي او که نه.

په ۱۹۸۸م کال کې د «شیطاني آیات» کتاب له خپریدو سره سم بې له ځنډه په اسلامي نړۍ کې شدید اعتراضونه پیل شول.

د دې کتاب د طنزامیزه برخو له کبله چې د اسلام پیغمبر ته منسوب کړای شوي وو، ډیر شمیر مسلمانان په شدید ډول خواشینې او د هغوي غوسه یې را وپاروله.

د ایران مذهبي مشر او د انقلاب رهبر آیت الله خمیني په ۱۹۸۹م کال کې د یوه فتوی په صادرولو سره سلمان رشدي په مرګ محکوم کړ.

په ۲۰۲۲م کال کې په امریکا متحده ایالاتو کې د رشدي د وژلو ناکامه هڅه وشوه. نوموړي دغه پيښه «چاقو: د وژنې له هڅې وروسته فکرونه» تر عنوان لاندې په یوه کتاب کې چې په اپریل میاشت کې خپور شو انځور کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا