په هند کې ولې د میلیونو ماشومانو قد ټيټ دی؟
۱۳۹۵ مرداد ۶, چهارشنبهد فرانس پریس خبري آژانس د نړیوالې مرستندویه ټولنې «واټر ایډ» د یوه تازه رپوټ په حواله ویلي چې د پاکستان، نایجیریا، چین او د کانګو په پرتله په هند کې د نقص نمو ښکار ماشومانو شمیر تر ټولو زیات دی. د «واټر ایډ» د پراختیايي ټولنې په حواله تر پنځه کلونو کم عمر شا او خوا ۴۸ میلیونه هندی ماشومان د دې مرض ښکار دي.
د عمر له لحاظه د قد یا ونې د ټيټ پاتیدو علت د خوراک نه شتون یا د متوازن خوراک نه شتون دی چې درملنه یې د ماشوم د پيدایښت تر دوو کلونو وروسته پورې امکان نه لري. داسې ماشومان د همعمره ماشومانو په پرتله کمزوري پاتې کیږي. د واټر ایډ د رپوټ په حواله د تشنابونو او د پاکو اوبو نه شتون ډيری ماشومان په دې مرض اخته کوي.
په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو په اړه دلته انځورونه ووینئ.
د دې خیریه موسسې د شمیرو له مخې په هند کې هر کال ۱۴۰ زره ماشومان د نس ناستي له امله مړه کیږي. دلته ۷۶ میلیونه ماشومان د څکولو پاکو اوبو ته لاس رسۍ نه لري او ۷۷۴ میلیونه انسانان ککړه هوا تنفسوي.
د «واټر ایډ» د روغتیا د برخې کارپوهه میګن ولسن جونز وايي: «په هند کې د داسې خلکو فيصده ډيره لوړه ده چې په کورونو کې تشنابونه نه لري چې له امله ناروغتیاګانې خپریږي او د ماشومان په نس ناستي د اخته کیدو خطر زیاتیږي.»
د میګن ولسن په آند له دې کبله دا پر دې نه ده حیرانه چې په هند کې د ټیټ قد د ماشومانو شمیر ډیر زیات دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومان ادارې «یونیسف» په حواله په هند کې ۵۹۴ میلیون انسانان په کورونو کې تشناب نه لري. د هند لومړي وزیر نریندر مودي په راتلونکو څلورو کالو کې په هر کور کې د بیت الخلا د جوړولو ژمنه کړې.
تر هند وروسته په نایجیریا کې د ۱۰،۳ ملیونه ماشومانو قدونه د عمر په پرتله واړه پاتې دي. تر دې وروسته پاکستان هغه هیواد دی چې دا ډول ماشومانو شمیر پکښې ډير دی. د « واټر ایډ» ټولنې په حواله په پاکستان کې ۹،۹ او په بنګله دیش کې ۵.۵ میلیون ماشومان د نقص نمو ښکار دي. د یوه رپوټ له مخې په بنګله دیش کې په تیرو لسو کالو کې د یوه کمپاین له لارې ډیر زیات تشنابونه جوړ شول.
د ماشومانو په اړه نور مطالب: