په يوټيوب کي په ميليونو ډالره څنګه ګټل کيږي؟
د يوټيوب له لاري زياتي پيسې هم ګټل کيدلای سي. دا چي په ۲۰۲۰م کال چا په يوټيوب کي په کومه نوې مفکوره زياتي پيسې ګټلي، په دغه انځوريز راپور کي يې موندلای سئ:
۱۰ مقام ـ جيفري سټار، کلنی عايد ۱۵ ميليونه ډالره
جيفري سټار د ۲۰۱۹م کال له جون مياشتي بيا د۲۰۲۰م کال تر جون مياشتي پوري پر انټرنټ د زياتو پيسو ګټونکو په قطار کي راغلې ده. دغه ځوانه د مک اپ يا مياج کارپوه او سندرغاړې ده او پر اړونده موضوعاتو پر يوټيوب ويډيوګاني خپروي. پر يوټيوب د هغه د سبسکرايبرز يا مينه والو شمير نژدې ۱۷ ميليونه دی. هغه په ياده موده، يعني يو کال کي ۱۵ ميليونه ډالره له دې لاري ګټلي دي.
۹ مقام ـ ډيويډ ډوبرک، کلنی عايد ۱۵،۵ ميليون ډالره
ډيويډ ډوبرک ۱۵،۵ ميليونه ډالره ګټلي دي. دغه ۲۴کلن د يوټيوب ستوری کاميدي ويډيووي جوړي چي د سبسکرايبرز شمېر يې ۱۸ ميليون دی. هغه داسي حرکات کوي چي کتونکي ورته حيران پاتيږي.
۸ مقام ـ اسټيون جان، کلنی عايد ۱۷ ميليونه ډالره
د سټيون چان په نوم دغه کس په يوټيوب کي د بليپي په نوم مشهور دی. هغه د ماشومانو له پاره ښوونکي ويډيووي جوړوي او دغه ويډيوګاني يې ۸،۲ ميليارد ځله کتل سوي دي. هغه د ۲۰۱۹م کال له جون څخه بيا د ۲۰۲۰م کال تر جون پوري په خپلو دغو ويډيوګانو ۱۷ ميليون ډالره ګټلي دي.
۷ مقام ـ شپږ کلنه ناستيا، کلنی عايد ۱۸،۵ ميليونه ډالره
شپږ کلنه روسۍ نجلۍ انستاسيا رادزينسکايا چي په يوټيوب کي په ناستيا مشهوره ده، په دې توانېدلې ده چي پر يوټيوب ۱۸،۵ ميليون ډالره وګټي. پر يوټيوب د هغې د مينه والو شمير ۱۹۰،۶ ميليونه دی او د هغې ويډيوګاني تر ۳۹ ميلياردو څخه زيات ځلي کتل سوي دي. هغه په تېر کال په تر ټولو زياتو پيسو ګټونکو کي پر ۷ مقام ده.
۶ مقام ـ پريسټن آريمينټ، کلنی عايد ۱۹ ميليونه ډالره
پريسټن آريمينټ پر يو ټيوب څو چېنلونه چلوي او په ټوليزه توګه يې د سبسکرايبرز شمير دمګړی ۳۳،۴ ميليونه دی. هغه د ۲۰۱۹م کال له جون څخه بیا د ۲۰۲۰م کال تر جون پوري نژدې ۱۹ ميليونه ډالر ګټلي دي.
۵ مقام ـ مارک فشباک، کلنی عايد ۱۹،۵ ميليونه ډالره
مارک فشباک د کمپيوتري لوبو ويډيوګاني جوړوي او بيا يې پر يوټيوب خپروي. نوموړي له دې لاري د ۲۰۱۹م کال له جون څخه بيا د ۲۰۲۰م کال تر جون مياشتي پوري ۱۹،۵ ميليونه ډالره ګټلي دي. هغه پر يوټيوب باندي ۲۷،۸ ميليونه سبسکرايبر لري او د هغه ويډيووي ۳،۱ ميليادر ځله کتل سوي دي.
۴ مقام ـ ريټ اينډ لنک، کلنی عايد ۲۰ ميليونه ډالره
دغه دوه ځوانان په تيرو دوو کلونو کي په يوټيوب کي په شل ميليونه ډالره ګټلو بريالي سوي دي. هغوی له تيرو اتو کلونو راهيسي پر يوټيوب خپل چېنل چلوي او په دې توګه په اصطلاح له سابقه لرونکو يوټيوبرانو څخه دي. ريټ جېمز مکلوګن او د هغه ملګری چارلز لنکن عموما د بحث پروګرامونه جوړوي خو طرز يې ځانګړی دی.
۳ مقام ـ ډوډ پرفېکټ، کلنی عايد ۲۳ ميليونه ډالره
د ډوډ پرفېکټ په نوم يوټيوب چېنل لرونکی دمګړی ۵۷،۵ ميليونه سبسکرايبر لري او ويډيووي يې تر ۲،۷۷ ميليارد ځله زيات کتل سوي دي. هغه د ۲۰۱۹م کال د جون له لومړۍ نېټي بيا د ۲۰۲۰م کال د جون تر لومړۍ نېټي پوري ۲۳ ميليونه ډالره ګټلي دي. هغه د پېنټ بال، د مصنوعي پوپنچو د لوبو او نورو لوبو ويډيوګاني جوړوي او پر يوټيوب يې خپروي.
۲ مقام ـ مسټر بيسټ يا جيمي ډونلډسن، کلنی عايد ۲۴ ميليونه ډالره
مسټر بيسټ چي اصلي نوم يې جيمي ډونلډسن دی، د يوټيوب نوی ستوری دی. د هغه د سبسکرايبر شمير ۴۷،۸ ميليونه دی او د هغه ويډيووي درې ميليارده ځله کتل سوي دي. هغه د ۲۰۱۹م کال له جون مياشتي څخه د ۲۰۲۰م کال د جون مياشتي تر لومړۍ نېټي پوري ۲۴ ميليون ډالره ګټلي دي.
۱ مقام ـ ريان کاجي، کلنی عايد ۲۹ ميليونه ډالره
د ريان کاجي په نوم ۹ کلن هلک د ۲۰۱۹م کال له جون مياشتي څخه تر ۲۰۲۰م کاله پوري ۲۹ ميليون ډالره ګټلي دي. په يوټيوب کي د هغه ويډيوګاني تر ۱۲ ميليارده زيات ځله کتل سوي دي. په يوټيوب کي د هغه د سبسکرايبر ښمېر تر ۴۱ مليونو زيات دی. د هغه پر يوټيوب چېنل د ماشومانو پر حرکاتو او شيانو ويډيوګاني خپريږي.