1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د پوځ منتقد خبریال لادرکه شوی

۱۳۹۹ تیر ۳۱, سه‌شنبه

په پاکستان کې د پوځ منتقد خبریال مطیع الله جان په اسلام آباد کې لادرکه شوی دی. د بخښنې نړیوال سازمان د دغه خبریال د لادرکه کیدو په هکله اندیښنه ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/3feQy
Mati Ullah | Journalist und ehemaliger Moderator
انځور: Privat

د آلمان خبري آژانس د پاکستان د دغه مشهور خبریال د کورنۍ او دوستانو له قوله لیکلي دي چې هغه د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی دی. د هغوی په خبره مطیع الله جان څو نامعلومو کسانو یوه موټر ته پورته کړی دی. دی چي د حکومت او پوځ په هکله به یې انتقادي لیکنې کولې، لا ترمخه یي له دې کبله په رسنیو کې خپله دنده له لاسه ورکړې وه. کورنۍ یې پولیسو ته د لادرکه کیدو خبر ورکړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د مطیع الله جان د لادرکه کیدو په هکله اندیښنه ښوولې ده. دغه سازمان د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې هغه د خپلې خبریالۍ له کبله د فزیکي بریدونو او اذیت هدف ګرځیدلی. په دغه ټویټ کې راغلي دي چې چارواکي باید د هغه د ځای درک ولګوي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې په تیرو وختونو کې د پاکستان پر استخباراتي ادارې او پوځ باندې پرته له محاکمې د خلکو د نیول کیدو تورونه پورې شوي دي او د بشري حقونو سازمانونو په دغه کړنه باندې تل نیوکه کړې ده. په تیرو میاشتو کې هم په دغه هیواد کې د خبریالانو او یا هم د سیاسي فعالانو د لادرکه کیدو په هکله رپوټونه ورکړل شوي. خو دغه ډول تورونه د چارواکو له لوري په کلکه رد شوي دي.