په پوځ کې د ښځو د زياتېدو غوښتنه
۱۳۹۵ بهمن ۸, جمعهد افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د جمعې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې غواړي په پوځ کې د ښځو شمېر لس سلني ته پورته کړي. رادمنش زیاته کړې ده چې د ښځو د هڅولو له پاره د ځانګړي معاش په ګډون ځيني تشویقي امتیازات په پام کې نیول شوي دي.
رادمنش وویل: «موږ اوس په پوځ کي ۱۵۵۷ښځې لرو. دا د ټول پوځ دوه یا درې سلنه جوړوي چې ډیره لږ برخه ده.» هغه زیاته کړه: «موږ غواړو چې دغه سلنه ۱۰ ته ورسوو.»
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم له ړنګیدو ۱۵ کاله تیریږي، خو بیا هم ښځې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د تیر کال په دسمبر میاشت کې ۲۵ کلنې نلیفور رحماني چې د افغان هوایي ځواک پیلوټه ده او د زده کړو له پاره امریکا متحده ایالاتو ته تللې ده، په هغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړه. د هغې دې پریکړي په افغانستان کې بحثونه راپورته کړل.
رحماني په افغانستان کې د میلیونونو نجونو له پاره د یوه سمبول په توګه معرفي شوې وه خو هغه ادعا کوي چې د شهرت له کبله یې ورته د مرګ ګواښونه کیږي او له دې کبله په خپل هیواد کې نه شي پاتیدای.
رادمنش وویل چې اوس د افغانستان د پوځ په بیلابیلو روزنیزو بنسټونو کې ۴۰۰ نجونې روزني ترلاسه کوي.
نور مطالب: