په پيښور کي چاودني ۱۶ کسان وژلي دي
۱۳۹۴ اسفند ۲۶, چهارشنبهپه پيښور کي د پوليسو یوه چارواکي محمد کاشف ذوالفقار، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي چاودنه نن د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۱۶مه) سهار د پيښور ښار په مرکز کي يوه بس موټر ته چي ډېر سپارلي ئې دولتي مامورين ول رامنځته سوې ده.
هغه ويلي دي: «په دغه چاودنه کي ۱۶ انسانان وژل سوي او تر ۲۴ زیات ټپيان سوي دي. د بس موټر سپارلي د دولت مامورين ول.»
د پوليسو يوه بل چارواکي او د روغتون ډاکټرانو هم د مرگ ژوبلي دغه شمېر تائيد کړی دئ.
د چاودېدونکو موادو شنډونکي ادارې کارکوونکو ويلي دي چي د دغه بس موټر له سلنډر سره نژدې څلور کيلوگرامه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای سوي ول او احتمال دی چي په ريمونت کنترول سره به له ليري چول سوي وي.
د دغي ادارې يوه چارواکي عباس مجيد، ويلي دي: «په لاس جوړسوي چاودېدونکي مواد د کوچنيو توپونو په شان جوړ سوي او د موټر د شا له خوا تر شپږم کتار چوکيو لاندي ځای پر ځای سوي ول.»
د پوليسو یوه بل چارواکي عباس مجيد مروت، خبريالانو ته ويلي دي چي په دغه بس موټر کي دولتي مامورين له مردان ښار څخه پيښور ته لېږدول کېده.
د چاودني مسئوليت تر اوسه پوري هيڅ يوې ډلي هم منلی نه دی.