په پيښور کې د لرگو د مجسمو او زینتي شیانو کار و بار
د ترهگریزو پيښو او افغانستان ته د ناټو د اکمالاتو د کموالي له امله په پيښور کې د مجسمو او په کورونو کې د ښکلاء په موخه استعمالیدونکو شیانو کار و بار هم زیانمن سوی دی.
د گډې خانې گرم بازار
په پيښور ښار کې دننه د گډي خانې په بازار کې تیاریدونکي زینتي شیان نړیوال شهرت لري. په دې ځای کې تر ۴۰ ډیر دوکانونه او کوچنۍ کارخانې موجودي وي. د خراب وضعیت او دولت د نه پاملرني له امله د دغه بازار رونق له منځه تللی دی او اوس دلته یوازي یو څو دوکانونه پاته دي.
د لرگو یو ځانگړی(ډیر کلک) ډول
له لرگي څخه جوړیدونکو مجسمو او په کور کې استعمالیدونکو زینتي شیانو د جوړولو له پاره ډیر کلک لرگی انتخابیږي. په دې برخه کې د شوې، توت، غوز او دې ته ورته کلکې تنې درلودونکو ونو څخه کار اخیستل کیږي.
د لرگي اره کول
نه یوازی دا چې د ونو لوېې او کلکې تنې د ارې د ماشینونو په وسیله پر کوچنیو کوچنیو برخو ویشل کیږي، بلکي د لرگي مخ یا سطحه هم باید هواره کړل شي. په دغه هیواد کې د بریښنا د کمښت له امله اوس دا ماشینونه په جنراتورونو سره چليږي.
ځانگړي ډیزانونه یا نمونې
کاریگر د کوچنیو برقي ماشینونو په وسیله د لرگي کوچنۍ ټوټې له پخوا څخه د جوړ شوې ډیزاین یا نمونې پر اساس په ډیر هنر سره پری کوي. په همدې مرحله کې معلومیږي چې د لوبو سامان، مجسمه او یا هم په پام کي نیول شوی بل زیني شي باید څومره لوېوالې ولري.
توږل او په زړه پوری کول
په دې پړاو کې نور نو له ماشین څخه کار نه اخیستل کیږی. کاریگر د لاس او نورو وسایلو په وسیله د ښکلاء کار کوي. کله ناکله خو د یوې کوچنې مجسمې جوړول له یوې څخه تر دوو ورځو وخت نیسي.
له دغو مجسمو سره د افغان سوداگرو لیوالتیا
د محمد جاوید په نوم یو کارگر وايي چې افغان سوداگرو ته دلته یوه مجسمه تر ۱۰۰۰ کلدارو ډیره نه تمامیږي، په داسې حال کې چې همدغه مجسمه بیا په افغانستان کې تر ۴۰۰۰ کلدارو پوري پلوري.
ښځې د گاڼو(زیوراتو) لرگین بکسونه ډیر خوښوي
په دې ځای کې د گاڼو له پاره جوړیدونکي بکسونه ښځې ډیر خوښوي. ویل کیږي چې د ښځو د گاڼو له پاره کوچنې بکسونه د پیښور او اسلام آباد په نورو ځایونو کې هم شته، خو د دې ځای په پرتله يي بیه لوړه ده.
روغني رنگ
په وروستي پړاو کې کاریگر په لمر کې کښيني مجسمه رنگوي او ته ځلا ورکوي، څو ژر وچ شي. مجسمې د لرگي په طبیعي رنگ (نصواري) رنگیږي، خو د پیردونکي د غوښتنې په صورت کې ورته نور رنگونه هم ورکول کیږي.
د کار و بار خرابیدل
حاجې شیرزمان له ۴۰ کلونو راهیسي له دې کار و بار سره سرو کار لري. نوموړی وايي چې د کار و بار د سستیدو لامل د هیواد روان حالات دي. تر ۲۰۰۲ کال وروسته د هغه کاروبار ۵۰ سلنه را کم شو، خو د ناټو پر اکمالاتو د بندیز لگول کیدو وروسته د هغه کار و بار د پخوا په پرتله ۱۰ فیصده هم نه دی پاته.
حیواني مجسمو ته تقاضا
د گډي خانې په چوک کې د حیواني مجسمو ترڅنگ د ماشومانو د لوبو سامان، له لرگي څخه جوړ شوې لوښي او په کور کي استعمالیدونکي سامان الات او زینتي شیان جوړیږي. خو اوښ، زمری، اس، باز، هوسي، فیل او داسې نورو حیواناتو ته ډیره تقاضا لیدل کیږي.
له لرگي څخه جوړ شوي لوې صندوقونه
په دې ځای کې له لرگي څخه لوي صندوقونه (بکسونه)هم جوړیږي. دا ډول لرگین صندوقونه د جامو او نورو سامان الاتو د ساتنې له پاره کارول کیږي. دغه درانه او کلک بکسونه اوس هم ډير پلورل کیږي.