په پیښور کې کلتوري «رچ میله»
د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پیښور کې د «رچ میله» په نوم دوه ورځنی کلتوري پروگرام جوړ شوی وو. په دغه کلتوري پروگرام کې د ټول ایالت کلتوري دودونه نندارې ته وړاندې کړی شول.
د خیبر پښتونخوا ایالت د کلتور ادارې، له خوا په «نشتر هال» نومې سالون کې په جوړ شوي دغه پروگرام کې له ټول ایالت څخه، ممثلینو، شاعرانو او لوبغاړو شرکت کړی وو.
په دغه کلتوري میله کې بیلا بیل تاریخي هنرونه او نور آثار هم نندارې ته ایښول شوي وو. له چترال او نورو سیمو څخه رابلل شوو ممثلینو دودیزې نڅاوې وکړې.
په دغه پروگرام کې مشهور «سارنده» غږونکی اعجاز سرحدي ته هم بلنه ورکړل شوې وه. د موسیقۍ غږونکو په وینا «سارنده» د پښتون کلتور یوه برخه ده او په وینا یې نوي نسل ته د هغې انتقالول یو ضرورت دی.
په دغه کلتوري میله کې د ټول ایالت په کچه کې پر نورو سیالیو سربیره ځوانانو د زور ازمایلو په لوبه کې هم برخه اخیستې وه. په دغه لوبه کې ځوانانو باید سل کیلو درنه تیږه پورته کړی وې.
په دغه نندارتون کې ۷۰ کلن زیب کاکا، هم خپله غرفه جوړه کړې وه چې له خټو څخه د لوښو (کولالۍ) او نورو سینگار توکو په جوړولو کې مهارت لري. هغه د نندارتون د گډونوالو په غوښتنه په ډیر لږ وخت له خټو څخه بیلا بیل شیان جوړ کړل چې خلکو وستایل.
په نشترهال کې په جوړ شوي دغه نندارتون کې د موسیقۍ او د دودیزو لوبو سربیره شا او خوا ۳۰ بیلا بیلې غرفې هم جوړې شوې وې چې پکښې د خوراک څښاک غرفو سربیره د لاسي کارونو غرفې هم وې.
که څه هم په دغه میله کې د موسیقۍ پروگرام هم ترتیب شوی وو خو له مانسهره، څخه راغلو ځوانانو خپله دودیزه نڅا وړاندې کړه.
په دغه دوه ورځنۍ میله کې ډیر شمیر ښځو هم گډون کړی وو. دغه نندارتون به د ماسپښین له دوو بجو څخه د شپې تر لسو بجو پرانیستې وو.
په دغه ددویزه میله کې پر پیښور سربیره د چترال، کوهستان، کالاش، کوهاټ، بنو، دیر، سوات او مردان په شمول د خیبر پښتونخوا ایالت د نورو سیمو هنرمندانو هم گډون کړی وو. دغه کسانو ته د خیبر پښتونخوا کلتوري ادارې بلنه ورکړې وه.
په دغه نندارتون کې د ښځو د لیوالتیا له پاره د لاسي کار غرفې هم جوړې شوې وې. د کلتور ادارې د هغو میرمنو چې لاسي صنایع جوړوي د تشویق په خاطر هغوی ته د غرفو جوړولو او خپلو کارونو نندارې ته د وړاندې کولو فرصت برابر کړی وو.
په دغه نندارتون کې د بیلابیلو تعلیمي ادارو شاگردانو د کبډي، په سیالۍ کې برخه واخیسته.
قهوه، یا شین چای چې په پاکستان کې د پښتنو د کلتور مهمه برخه گڼل کیږي هم له پامه نه وه غورځول شوې او په دغه میله کې په ځانگړې توگه د قهوې غرفه جوړه شوې وه. خلکو ته په دغه ځای کې د موجود دود له مخې په رنگه چاینکونو او وړو پیالو کې قهوه ورکول کیده.