1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په پیښور کې یو قاضی ویشتل شوی

۱۳۹۷ اسفند ۹, پنجشنبه

د پاکستاني پولیسو په خبره پر موټر سایکل سپرو وسله والو د «پیښور هایکورټ» یو قاضي او د هغه موټروان په ډزو ټپیان کړي. برید کوونکي په تیښته بریالي شوي دي.

https://p.dw.com/p/3EEMP
Pakistan Gericht in Peschawar ordnet Stopp der US-Drohnenangriffe an
انځور: picture-alliance/dpa

اسوشتید پرس خبري آژانس د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي وسیم ریاض، په حواله لیکلي دي چې د پنجشنبې د ورځې پيښه د پیښور په حیات آباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د رپوټ له مخې لا تر اوسه کومې ډلې د پیښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی او قاضي محمد ایوب په روغتون کې بستر دی، چې وضعیت یي کړکیچن ښوول شوی دی.

یاغیانو په پيښور او شا او خوا سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي خو پر قاضیانو بریدونه کم پیښیږي.