په پېښور کې د خوراکي موادو د صنعت غوړیدل
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې په ۲۰۱۶م کال کې امنیتي وضعیت د ۲۰۱۵م کال په پرتله ښه وو. د ترهگریزو پيښو د کمښت له کبله د سوداگریزو مرکزونو، د خوراکي موادو صنعت او د سیلاني توب په څانگو کې ښه والی تر سترگو کیږي.
په پېښور کې داخلي او بهرنۍ پانگونه
پیښور په تیرو دوو لسیزو کې د ترهگریزو پیښو په سبب ډیر زیانمن شوی. له دې کبله دغه ښار د پاکستان د نورو ښارونو په پرتله په هره برخه کې وروسته پاته شوی. خو اوس په پيښور کې د ملکي ادارو تر څنگ نړیوالې ادارې هم پانگونه کوي.
په ترهگریزو بریدونو کې کمښت
د رسمي ارقامو له مخې په ټول پاکستان کې په ۲۰۱۶م کال کې د نورو کلونو په پرتله د ترهگرې کمې پیښې رامنځ ته شوي دي. د دې یو علت د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ضرب عضب، په نوم پوځي عملیات بلل شوی.
د وضعیت ښه والی، پر کاروبا مثبت اغیز
پیښور ښار چې په مېلمه پالني او ښه خوراکونو مشهور دی، په وضعیت کې د ښه والي تر راتلو وروسته ملکي او نړیوالو ادارو خپلې څانگې دغلته پرانیستي دي.
په پیښور کې ترکي دونر
د ترکیې مشهورو خوړو «ترکش دونر هاوس» د ۲۰۱۶م په دسمبر کې پرانیستل شو. د دغه خوړنځي پرانیستونکی احسان الله وايي چې د یوې میاشتې په لنډه موده کې یې پر دوکان د خلکو ډیره گڼه گوڼه ده. د هغه په خبره دا د دې اشاره ده چې د ترهگرۍ له کبله د ښار اغیزمن شوي خلک تفریح غواړي.
«چای خانه» کې اویا قسمه چای
په دغه انځور کې د اسد علي، په نوم د پیښور یو اوسیدونکی له خپلو انډیوالانو سره په «چای خانه» کې ناست دی. د هغه په خبره د «چای خانه» په څیر ځای له یوه نعمت څخه کم نه دی. تر یوې میاشتې د مخه به د اویا رقمه چای له پاره مشهور دغسې ځای ته خلکو اسلام آباد ته سفر کاوه. خو اوسه دغه دوکان په پیښور کې هم پرانیستل شوی دی.
په ۲۳ هیوادونو کې د کراچۍ د مشهورو خوړو څانگه
د «با بي کیو ټو نایټ» په نوم د کراچۍ د خوړو دغه رستورانت پر پاکستان سربیره په نورو ۲۲ هیوادونو کې هم څانگې لري. د خراب امنیتي وضعیت له کبله په پيښور کې د بار بي کیو ټو نایټ، پرانیستل له یوه چلینج څخه کم نه وو. په پیښور کې د دغه څانگې د امتیاز حق درلودونکی وایي چې په خیبر پښتونخوا کې د خوراک څښاک او د رستورانونو په برخه کې د پانگونې ښه فرصتونه شته.
نوی رستورانونه، گټور کاروبار
د پیښور خلک په عام ډول د ځایي خوړو لکه چپلي کباب او کړايي مینه وال گڼل کیږي، خو د فاسټ فوډ یا تیارو خوړو پر رستورانونو گڼه گوڼه او هره ورځ د خوړو د نوې ځایونو په پرانیستل د دې اشاره ده چې دغه ځایونه ښایي ښه گټور کاروبار وي.
د پاکستان په ۱۶ ښارونو کې ۴۴ مېکډونلډز
امریکايي فاسټ فوډ شرکت مېکډونلډز، په نړۍ کي یوه ستره شبکه ده. د لاهور، کراچۍ او اسلام آباد په گډون د پاکستان په ۱۶ سترو ښارونو کې دغه رستورانتونه ۴۴ څانگې لري. تیر کال مېکډونلډز په پیښور کې هم خپله څانگه پرانیستله. د خلکو د لیوالتیا له کبله سږ کال په پيښور کې د هغې یوه بله څانگه هم پرانیستل کیږي.
«نان سنس» ریستورانت
«نان سنس» ریستورانت چې په پاکستان کې د لارۍ موټرو په ډول سینگار شوی دی، د زړه راښکونکي سینگار او د خوړو د عجیبه ډول نومونو له کبله د خلکو توجه خپل ځان ته رااړولې ده.
آسترالیايي «کون هېډز» هم په پیښور کې پرانیستل شوی
نعمان خان، چې په آسترالیايي «کون هیډز» نومې رستورانت کې ډوډۍ خوري، وایي چې په پيښور کې په لږ موده کې ډیر بدلون راغلی دی. د هغه په خبره اوس د شپې تر ناوخته په ځایي او بهرنیو رستورانونو کې ډوډۍ خوړای شي. هغه زیاتوي: «پخوا نه حالات ښه وو او نه هم له موږ سره د زیات انتخاب امکان وو.»
آسترالیايي کافي هاوس «گلوریا جینز»
د گلوریا جینز، په نامه مشهور آسترالیایي کافي شاپ یوه څانگه په پیښور کې پرانیستل شوې ده.
د پانگونې له پاره تړونونه
په پیښور کې د سیلاني توب د خدماتو ادارې مرستیال مشری محمد عربي په خبره په پيښور کې د خوراکي صنعت د بهرنیو ادارو پانگونه په سیمه کې د امن د ټینگیدو لویه نخښه ده. هغه وایي د ایالتي ادارې له لوري د ښه تړونونو او د پانگونې د ښه چاپیریال له کبله د نړۍ له بیلابیلو برخو څخه خلکو د پیښور پر لور مخه کړې ده.
«باب پشاور» یا د پیښور دروازه
په ۲۰۱۶م کال کې د شپږو میاشتو په لږه موده کې جوړ شوي دغه پل ته د «باب پشاور» یا پیښور د دروازې نوم ورکړل شوی دی. ترهگرۍ ځپلي د پیښور اوسیدونکي دغه پل هم د تفریح تر ځای کم نه گڼي. د شپې او ورځې د خلکو د گڼې گوڼي او د انځورونو اخیستو له کبله دغه پل د «سېلفي برج» په نامه هم خلک یادوي.
د پیښور د پاک ساتلو کمپاین
پیښور چې پخوا به ورته د گلونو ښار ویل کیده، بیرته دغه ښار د گلونو ښار ورگرځولو له پاره ایالتي حکومت ۲۰۱۷م کال د پاکوالي د کال په توم نومولی دی. د ښار د پاکوالي له پاره د «گلونه پیښور» نومي کمپاین پېل شوی دی، چې د دغه ښار ډېر اوسیدونکي پکښې برخه اخلي.