1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چين کې له اسلام څخه ويره پر خپرېدو ده

۱۳۹۷ بهمن ۸, دوشنبه

د چين پر مسلمان اقليت باندي د حکومت له خوا په پيل شوو اقداماتو سره فشارونه مخ پر زياتېدو دي. په شینجيانگ ايالت کې د روزنې د احتمالي کمپونو او د مساجدو کلک کنترول د دغه فشارونو برخه ده.

https://p.dw.com/p/3CJg9
China Uiguren
انځور: Getty Images/AFP/J. Eisele

د آن ران له پاره دا غير عادي نه ده چې د چين ټولنیزو انترنتي شبکو ته په داخليدو سره توهين شي. دا ليکوال په چين کې له اسلام څخه د ويري او کرکې د خپريدو په لړۍ ښه خبر دی. په دې لړۍ کې په اصطلاح « anti-Halal movement » يا «حلال - ضد غورځڼگ» هم شامل دی، چې پلويان یې مسلمانان د هيواد په ويش تورنوي.

دوی پر هوايي شرکتونو او پوهنتونو غږ کوي چې حلاله ډوډۍ چي د اسلام پر قوانينو جوړه شوې وي، وړاندي نه کړي. د چين انترنتي سانسور بيا د دې ډول پيغامونو په هلکه هيڅ اقدام نه کوي. آن رن په دې هکله وايي: «د دې کمپاين هدف دادی چې مسلمانان وځپل شي او د يوه اقليت د برخې په توگه یې حقونه محدود کړل شي.»

خو د «حلال – ضد غورځنگ» يو غړی هم د کامرې پر وړاندې خبرو ته چمتو نه شو. خو يو نفر چې ځان د «خنځير غوښو خوړونکو ټولني» په نوم غړی دی چمتو شو، يو څو پوښتنو ته د آنلاين په چټ کې ځواب ووايي. هغه وويل چې په چين کې اسلام د خپريدو په حال کې دی او د چين د اکثريت کلتور تر گواښ لاندي دی. خو نوموړي د خپلو ادعاو د تثبيت له پاره کوم دلايل وړاندې نه کړای شول.

په چين کې مسلمانان د ټول نفوس تر دوه سلنه هم کم دي. آن ران چې اصل نوم یې سوي حاسين دی، له هويي اقليت سره تړاو لري. دوی په ماندرين (چينايي) ژبه خبري کوي او جوماتونه یې په چينايي طرز جوړ شوي دي. د چين په ختيځ کې پرته سيمه چې آن ران پکښې زيږيدلی دی، له څو پيړيو راهیسې د مسلمانانو ټاټوبی دی.

China Xinjiang Uiguren
په شينجيانگ ايالت کې پوليس د گزمې په حال کېانځور: Reuters/T. Peter

د چين حکومت هغه سخت قوانين چي له مخي يې مذهبي کړه وړه کنتروليږي، سړی کولای سي په مسجدونو کي احساس کړي. د شينجيانگ ايالت د يوه مسجد منتظم، ما شينجن، وايي چي د حکومت د دې پاليسۍ ملاتړ کوم: «د دين لومړۍ او مهمه موخه بايد د ټولني خدمت وي. دا بايد زموږ له ټولني سره په همغږۍ کې اداره شي. دا یې سمه لاره ده.»

که څه هم چې د جينان په مسلمان ميشته سيمه کې ژوند د معمول په څير ښکاري خو د چين پر مسلمان اقليت د دولت په ملاتړ فشار مخ پر زياتېدو دی. د يوه نوي پنځه کلن پلان له مخې مسجدونه په کلکه څارل کيږي. په ځينو ایالاتونو کې آن ځيني مسجدونه تړل شوي دي. د رستورانتونو خاوندان مجبوريږي چې په عربي ژبه ليکل شوې لوحې ليرې کړي.

حکومت د شينجيانگ په لويديځ کې هغې سيمې ته چې تر سخت دولتي کنترول لاندې ده، د مذهبي کنترول د يوې ښې بيلگې په توگه اشاره کوي. خو د بشري حقونو د ټولنو په حواله دا په حقيقت کې هغه ځايونه دي چې د ايغور مسلمان اقليت په زرونه غړي د روزني په کمپونو کې ساتل کيږي. زموږ د کمرې ټیم چې غوښتل هلته ولاړ شي، په ساعتونو وځنډول شو.

آن ران له هغو گوتو په شمار چينايي روشانفکرانو څخه يو دی چې په ښکاره یې د دولت له خوا د ايغوريانو پر تعقيب نيوکې کړي دي. له دې کبله دی بيا دوې ورځې د پوليسو له پوښتنو گرويږنو سره مخامخ شو. هغه وايي ويره لري خو بيا هم نه غواړي چې خاموشه پاته شي.

آن ران زياتوي: «کله چې سړی يووار حقيقت ووايي او کميونست گوند يو ځل د چا پر ضد دفاعي حالت ونيو، بيا نو هغوی په يقين سره په يوه مرحله کي خپل غچ اخلي. په دغسي يوه حالت کي چپ پاتېدل د سړی ساتنه نه شي کولای.»

هغه ويره لري چې د چين پر مسلمانانو ښايي تر دې هم خراب وخت راشي.

زموږ له آرشيف څخه: