1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چین کې د ایغور مسلمانانو قبرونه نړول کیږي

۱۳۹۸ مهر ۱۸, پنجشنبه

د چین په ایغور مسلمانه میشته سنکیانګ ایالت کې ایغور وګړي د حکومت له لوري له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د دغه ایالت اکثره وګړي مسلمانان دي او سربیره پر دې په دې سیمه کې د خپلواکۍ غورځنګ هم فعالیت لري.

https://p.dw.com/p/3R121
China Kashgarin Patrouillie uigurischer Sicherheitskräfte in der Nähe der Id Kah-Moschee Region Xinjiang
انځور: picture-alliance/AP/Ng Han Guan

په چین کې د ایغور مسلمانانو د یو شمیر فعالانو په وینا د چین حکومت اوسمهال په دې سیمه کې د ایغور مسلمانانو د قبرونو د نړولو لړۍ پیل کړې ده. د دوی په وینا د قبرونو تر لمنځه وړلو وروسته، دوی په قبرونو کې د خښ کړل شوو کسانو هډوکي هم خلکو ته ورښيي.

دغه ایغوریان زیاتوي چې په دې ترڅ کې د ایغور مسلمانانو د یو شمیر مهم شخصیتونو قبرونه هم له منځه وړل شوي دي. د چین په سنکیانګ ایالت کې د میشت ایغوریانو په حواله، د چین حکومت د دوی د دود او فرهنګ د لمنځه وړلو سربیره حکومت د دوی د نیکونو پاتې شوې نخښې هم له منځه وړي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله د ایغور مسلمانانو قبرونه په بې ساري بې رحمۍ سره له منځه وړل کیږي. د فرانسې خبري آژانس خبریال په دریو جلا سیمو کې په نړول شویو قبرونو کې د انسانانو هډوکي هم لیدلي دي. په دې ترڅ کې د ایغور مسلمانانو یو شمیر زیارتونه هم له منځه وړل شوي او د زیارت د ودانۍ پر ځای اوس د نړیدلو ودانیو پاتې شونې پرتې دي.

ایغور مسلمانان په چین کې له ګڼ شمیر ستونزو څخه سر ټکوي.
ایغور مسلمانان په چین کې له ګڼ شمیر ستونزو څخه سر ټکوي. انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

په ورته وخت کې د قبرونو د نړولو په هکله ځايي حکومت وايي چې د ښار د پراخولو له پاره یې یو شمیر پخواني قبرونه له منځه وړي دي، داسې یو دريځ چې ایغور مسلمانانو یې ردوي. د صالح هدی یار، په نامه یوه ایغور مسلمان چې د خپلې کورنۍ اړوند قبرونه یې هم له منځه وړل شوي دي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د قبرونو په لمنځه وړلو سره د چین حکومت غواړي چې د ایغور مسلمانانو اساس له منځه یوسي ترڅو د دوی راتلونکی نسل له خپل تیر تاریخ څخه محروم شي.

د اټکلونو له مخې اوسمهال شاوخوا ۱۰ لکه ایغور مسلمانان «د ذهني پاکوالي» په موخه د چین په یو شمیر داسې مرکزونو کې ساتل کیږي چې کمپونه ته ورته دي. د چین حکومت یاد مرکزونه «د روزنې د مرکزونو» په نامه یادوي او وايي چې په دغه راز مرکزونو کې د ایغور مسلمانانو وګړي له سخت دريځۍ څخه د ساتنې په موخه تر روزنې لاندې دي.