په چین کې د لمریزي انرژۍ ډیریدل
چین د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې د تیرکال په پرتله ۸۰ سلنه ډیره لمريزه بریښنا تولید کړې. دغه هیواد لا هم غواړي چې د خپلې لمريزي انرژي تولید لا هم ډېر کړي.
د لمريزي انرژۍ پراختیا
د چین د لمر انرژۍ یو تر ټولو ستر مرکز د دې هیواد په شمالي غربي ولایت ګانسو د دانوانګ په سیمه کې موقعیت لري. په ۲۰۱۰م کال په دې سیمه کې د لمريزي انرژۍ د تولید چارې پیل شوې. د دې مرکز ظرفیت ۱۰۰ میګاواټه دی. له هغه واخت راهیسې تر اوسه پورې چین په دې هڅه کې دی چې د لمريزي انرژۍ تولید ته پراختیا ورکړي.
د جنوب د سیمې په لمنو کې لمريزه انرژي
د چین په ختیځ کې د چاجوا په نامه یو کوچنی ښارګوټی دی. په دې ښار کې د لمر سولرونه په مستقیمه توګه د تپو په لمنو کې ځای په ځای شوي دي.
سترې موخې
چین غواړي چې تر ۲۰۲۰م کال پورې د لمر د بريښنا د تولید ظرفیت هر کال ۲۰ میګاواټه لوړ کړي. په ۲۰۱۶م کال کې دې هیواد تر خپل دې هدف هم مخکې شو او په کلني ډول ۳۴ میګاواټه زیاته بریښنا یې تولید کړه. یوازې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې، دې هیواد د تیرکال په پرتله ۸۰ سلنه زیاته لمريزه انرژي تولید کړې.
ښه هوا
د لمريزي انرژۍ په برخه کې د ډیرې پانګونې یو له مهمو لاملونو څخه پر چاپیریال باندې یې مثبت اغیز په ګوته کیږي. په نورو لویو ښارونو کې د بریښنا د تولید له پاره د سون توکي کارول کیږي، چې چاپیریال ته ډیر زیان رسوي. په دې انځور کې کاریګر غواړي د یوې ودانۍ پر بام باندې سولرې تختې نصب کړي.
په ښارونو کې د هوا ښه کیدل
د دې له پاره چې د چین پر سړکونو باندې هوا پاکه شي، دې کار ته د ډیر وخت اړتیا ده. د چین حکومت غواړي چې تر ۲۰۲۰م کال پوري د لمریزي انرژۍ د تولید په برخه کې ۳۴۳ میلیارده ډالر پانګونه وکړي.
هغه پروژه چې نه روښانه کیږي
اوسمهال د نړۍ په کچه د لمریزې انرژۍ تر ټولو ستر مرکز د چین په دلینګها کې دی. دغه مرکز په ۲۵ کیلومتره ځمکه باندې رغول شوی چې شپږ برجونه هم لري. د دلینګها د لمریزې انرژۍ مرکز هغه مهال چې ټول کارونه یې بشپړ شي د ۸۱۰ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري.