په کاليفورنيا کې سختو طوفانونو زيات زيان اړولی
د امريکا په کاليفورنيا ايالت کې سختو سېلابونو او د ځمکې ښوېدو سړکونو ته زيان رسولی دی. تر اوسه ۱۷ کسان وژل شوي او د هوا په اړه وړاندوېنه هم ډېره ښه نه ده.
د طوفان ويجاړۍ
د کاليفورنيا سواحل له پرله پسې طوفانونو سره مخ دي. د دې ايالت يو شمير سيمې اوبو لاندې کړي دي په داسې حال کې چې دا ايالت له وچکالۍ هم کړیږي. طوفاني څپو په ساحلي سیمو کې پلونه تخريب کړي او پر سړکونو اوبه د دې باعث شوې وې چې په غرونو کې پرتو ښارونو او کليو ته د څو ساعتونو له پاره ورتگ امکان نه درلود.
ډېري سيمې اوبو لاندې کړي
د کاليفورنيا ساحل ته څېرمه په اصطلاح «بمب سايکلون» جوړ شوی چې په ټوله سيمه کې یې له تېز باد او شديدو اورښتونو سره مل طوفانونه رامنځته کړي. په لسونو زره انسانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دی او د سېلاب د گواښ له کبله بايد خوندي ساحو ته پناه يوسي.
تندو بادونو ونې چپه کړي
تر اوسه د ۱۷ کسانو مړينه تائيد شوې او د هغه پنځه کلن ماشومان د لټون هلې ځلې هم درول شوي دي چې سېلاب وړی وو. تندو بادونو چې سرعت یې په ساعت کې ۹۷ کيلومترو ته رسیږي، سترې ونې چپه کړي دي. په سکرامنتو سیمه کې کابو ۳۵۰ زره انسانانو برېښنا نه لرله.
«۱۰۱» لويه لاره سېلاب لاندې کړې
د «۱۰۱» په نوم مشهوره لويه لاره د کاليفورنيا د شمال څخه د ساحل په اوږدو کې تر د دغه ايالت په جنوب کې تر لاس اينجلس پورې غځېدلې او د سيالانيانو راجلبونکې ده. په گلروی سيمه کې دا لويه لاره بايد د سېلاب له کبله تړل شوې وای. په کاليفورنيا کې ډېر سړکونه د تخريبدو او يا د موټرو د ټکرونو له کبله تړل شوي دي.
تند بادونه او لارۍ
تېزو بادونو دا څو متره اوږده لارۍ پر سړک چپه کړې ده. د کاليفورنيا په شمال کې ډېر ښوونځي تړل شوي دي. ولسمشر جو بايدن بيړنی وضعيت اعلان کړی، څو په تر دولسو ډېرو اداري ساحو کې د مرستې او ژغورني چاري پر مخ ولاړې شي. د راتلونکو ورڅو له پاره د نورو طوفانونو وړاندوېنه هم شوې ده.
ډېرې سيمې بايد تخليه شي
مونتېسټو چې د ډیرو مشهور کسانو د استوگنې سيمه ده، هم د دوامداره طوفانونو له کبله بايد تخليه شي. د هوا پېژندنې ملي ادارې د « Atmospheric river» په نامه پدېدې وړاندوېنه کړې ده. د دې په ترڅ کې له پاسفيک څخه ډېره مرطوبه هوا چلیږي چې د بې ساري زیات مقدار اورښت او واورو باعث گرځي.
اوبه او خټې
کاليفورنيا ايالت د شديدې آب و هوا سره بلد دی. د وچکالۍ په اوږده دوره کې ځنگلونه سوځي. په پايله کې یې د ونو او بوټو کمښت د ځمکې ښوېدو باعث کیږي او د اغیزمنو کليو او ښارونو اوسيدونکو ته خطر پيښوي. روان طوفانونه به يو څو نورې ورځې هم دوام ولري او د ټولو ويجاړيو سره سره هم يوه گټه داده چې د اوبو وچې شوې زېرمې یې یو څه ډکې کړې.