په کندهار کې لومړۍ ښځینه نانوايي
د کندهار په دې نانوايي کي ۵۰ مېرمنې هره ورځ نژدې ۵۰۰۰ ډوډۍ پخوي چې بیا د کندهار ښار ټولو ناحیو ته د خرڅلاو له پاره وړل کېږي. په دغه نانوايي کې کارمنداني ښځې له خپل کار څخه خوشحالې دي، خو د نړیوالو مرستې اړینې ګڼي.
د کورنیو له پاره د عاید سرچینه
تورپېکۍ په کندهارښارکي یوه له هغو ښځو څخه ده، چي د شپږو اولادونو د ساتني او پالني مسؤلیت لري. د دې مېړه په وروستیو جنګونو کي وژل سوی دی. دا د اولادونو د مړولو له پاره بل څوک نه لري او د ښځو په نانوايي کي هره ورځ تر سلو زیاتي ډوډۍ پخوي.
د ښځو له پاره مناسب کارځای
په کندهار ښارکي دغه نانوايي د یو خصوصي شرکت له خوا جوړه سوې ده. په دغه نان وايي کي ۵۰ نوري ښځي هم د خپلو لاسونو په تڼاکو کورنۍ ته حلاله روزي ګټي.
پر ښځو اقتصادي فشارونه
د یادي نانوايي په منځ کي یوه بله ښځه د قدريې په نامه ډوډۍ پخولو ته ناسته ده. هغه هم له خپل دغه کار څخه خوشحاله ده او وايي د کورنیو اقتصاد سخت کمزوری سوی، چي تر ټولو ډېر بوج د ښځو پر اوږو دی. د دې په قول، د خصوصي شرکتونو ترڅنګ دي د طالبانو دولت او نړيوالي مؤسسې د ښځو د اقتصادي ستونزو د راکمولو له پاره لاس په کار سي، ترڅو زیاتي کورنۍ له روان ترینګلي اقتصادي حالت څخه وژغورل سي.
خصوصي پانګونه
په کندهارښارکي د عزیزي ګروپ په نامه د خصوصي شرکت مرستیال هدایت الله عزیزي له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل چي دغه نانوايي يې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته ځکه جوړه کړه، چي دلته یودم لوی سیاسي بدلون راغلي او ډېري کورنۍ پکښي له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ سوې.
هم ثواب هم خرما
عزیزي وايي، که څه هم په دې کار کي ډېره ګټه نه کوي، خو په دې ډېر خوشحاله دی، چي د پنځوسو غریبو ښځو ترڅنګ یوشمیر نارینه هم د همدې نانوايي څخه هرماښام کورته یوڅه ګټه وړي.
د هر کار له پاره مشخص کسان
د عزیزي په خبره په شرکت کې ۵۰ ښځي په ډوډۍ پخولو کي کار کوي، ۱۰ تنه اوړه خمیر کوونکي او ځوالې جوړونکي اخته دي، ۴ کسان د هري ورځي پخه ډوډۍ په منظم ډول پلاسټیکانو کي اچوي، ۱۵ کسه بیا وېشوونکي دي، چي دغه پخه سوې ډوډۍ د کندهارښار ټولو برخو ته رسوي. یو نفر منشي او بل نفر بیا زرنج لرونکی دی، چي اوړه راوړي.
خراب اقتصادي وضعیت او بې کاري
په کندهارکي داسي مهال پنځوس تنې ښځي په یوې نانوايي کي ډوډۍ پخوي چي د هیواد په سطحه خلک له کمزوري اقتصاد، وزګارتیا او په بازار کي د خوراکي او غیري خوراکي شیانو د لوړو نرخونو څخه شکایت کوي.
د پلان له مخې ویشل کیږي
د کندهار په دې نان وايي کي ۵۰ تنې میرمنې هره ورځ نژدې ۵۰۰۰ ډوډۍ پخوي. دغه ډوډۍ د یو منظم پلان له مخي د کندهارښار ټولو ناحیو ته د خرڅولو له پاره وړل کېږي.
پر افغان سوداګرو د پانګونې غږ
عام افغانان غواړي، ترهغو چي د هیواد سیاسي موضوع حل کیږي د کورنیو د اقتصادي ملاتړ له پاره دي افغان سوداګر په هر ولایت کي داسي ځایونه جوړ کړي، چي ډېره ګټه يې عام ولس ته ورسیږي او په دې ډول د هیوادوالو د اقتصادي ژوند د یومخ درېدو ګراف راکښته کړي.