«په کونړ کي ځيني طالبان له داعش سره يوځای سوي»
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۱, چهارشنبهپه کونړ کي له څه مودې راهيسي د وسله والو طالبانو او داعش ترمنځ جگړې رواني دي او دواړو لرو ته د تلفاتو اوښتلو خبره هم کيږي. دوی په دې جگړو کي حتی يو د بل کورونو ته اور هم اچولی دی. خو اوس ويل کيږي چي د طالبانو ځيني غړي له داعش سره يوځای سوي دي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم، وايي چي د دغه ولايت په وټه پور ولسوالۍ کي طالبان له داعش سره يوځای سوي دي او وايي چي دليل يې کيدای سي مالي امکانات وي.
د کونړ د ولايتي شورا مرستيال عبدالطيف فضلي دويچه ويله ته وويل: «طالبان يا د پيسو په خاطر يا دا چي د هغو ستونزو له کبله چي له خپلو مشرانو سره يې لري، له داعش سره يوځای سوي دي.»
فضلي زياته کړه چي په سيمه کي د داعش غړي ډېر لږ ول، خو اوس چي طالبان ورسره يوځای سوي دي، شمېر يې ډېر سوی دی او حتي د طالبانو يو قوماندان لا له داعش سره يوځای سوی دی.
دا چي په کونړ کي څومره داعشیان سته، په اړه يې معلومات نسته. د والي وياند هم په دغه ولايت کي د داعش غړو د شمېر په اړه معلومات نه لري، خو وايي چي د دغه ولايت په درو يا څلورو ولسوالۍ کي داعش حضور لري. هغه وويل: «د وټه پور، چپي درې او نورگل ولسواليو په غرنيو سيمو او درو کي داعش فعاليت لري.»
د کونړ د ولايتي شورا غړی عبدالطيف فضلي هم دا تائيدوي چي هغه سیمي چي په تيرو ۱۷ کلونو کي د طالبانو په کنترول کي وې اوس پکښې داعش فعاليت لري او د طالبانو ستراتيژيک مرکزونه يې نيولي دي.
د ولايت وياند مصمم وايي چي له هغه وروسته چي داعش په ننگرهار کي ماته وخوړه نو د کونړ خوا ته يې مخه کړه او د دغه ولايت په غرنيو سيمو کي يې ځايونه جوړ کړي دي.
د ولايتي شورا غړي عبدالطيف فضلي وويل چي اوس د دغه ولايت ځيني وگړي د داعش له فعاليته اندېښمن دي او ځيني خلک اوس له داعش سره همکاري کوي.
د کونړ د چارواکو په خبره په دغه ولايت کي د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ جگړو له کبله په سونو کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبوره سوي دي.
پ.ع