په کویټه کې چاودنې ۱۶کسان وژلي دي
۱۳۹۸ فروردین ۲۳, جمعهخبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې د چارواکو له قوله لیکلي دي چې په چاودنه کې۱۶ تنه وژل شوي دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې کابو۳۰ تنه ټپیان شوي هم دي.
د ژغورنې د عملې یوه کارکوونکي عبدالحمید اڅکزي، ویلي دي چې د ډیرو ټپیانو وضعیت کړکیچن دی. د هغه په خبره ښایي د وژل شوو کسانو شمیر لا پسې لوړ شي. چاودنه د میوې او سبزیجاتو په یوه مارکیټ کې رامنځ ته شوې ده چې زیاتره پکې هزاره لږکي وي.
یوه پولیس ویلي دي چې د چاودنې پر مهال په مارکیټ کې ډیره ګڼه ګوڼه وه. لا تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
خبري آژانسونو په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په تیرو وختونو کې په پاکستان کې شیعه مذهبه تل د افراطي سني ډلو د بریدونو هدف ګرځیدلي دي. په تیرو کلونو کې په کویټه کې په څو چاودنو کې تر سلونو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. کویټه د پاکستان د تر ټولو ستر او په عین وخت کې د بې وزله ایالت بلوچستان مرکز دی.
د بلوچستان ایالتي لومړي وزیر جمال خان دغه برید غندلی دی او ویلې یې دي: «د دغه ترهګریز برید تر شا د بشریت د دښمن لاس دی.» هغه د پيښې د ټپیانو له پاره د درملنې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
sr/nz (dpa, afp, ap)
زموږ له آرشیف څخه: