په نړۍ کې د کرونا پر وړاندې تدابير نور هم سخت شوي
۱۳۹۹ فروردین ۱, جمعهد اوو سترو صنعتي هيوادونو دولتي او حکومتي مشران به دا ځل له خپلې کلنۍ غونډې څخه صرف نظر کوي. د متحده آيالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د جون له پاره په کمپديويد کې پلان شوې سرمشريزه د کرونا کړکېچ له کبله لغوه کړې ده. پر ځای به يې يو ويډيويي کنفرانس جوړ شي.
برازيل
برازيل له اروپا او د آسيا پاسيفيک له هيوادونو څخه مسافرين نه ورپرېږدي. د برازيل حکومت ويليدي چې دغه بنديز به دېرش ورځې جاري وي. په تېره د اروپايي ټولنې، بريتانيا، آيسلند، ناروې، سويس، چين، جاپان، سويلي کوريا، آستراليا او ملايزيا اتباع له دغې پرېکړې څخه ډېر اغېزمن شوي دي.
آلمان
د آلمان د لومړي لوی ښار په توګه فرايبورګ عمومي ګرځبنديز جاري کړی دی. ښاروالۍ ويلي دي چې عامه ځايونو ته پر«ورتګ ممانعت» دی. امکان هم شته چې په ټول آلمان کې به دغسې بنديزونه هم ولګول شي چې په دې اړه د يکشنبې په ورځ د آلمان آيالتي لومړي وزيران له صدراعظمې انګلا مېرکل سره مشورې وکړي.
سويليکوريا
په سويلي کوريا کې په ورځني ډول د تثبيت شوو ناروغيو کچه په تېرو څو ورځو کې تر لوړېدو، بېرته ټيټه شوې ده. د پنجشنبې په ورځ ۸۷ نور موارد تثبيت شوي دي. دغه خبره د روغتيا ادارو کړې ده. ټول ټال په دغه هيواد کې ۸۶۵۲ پېښې تاييد شوې دي. د کرونا د نوي ډول ويروس له کبله د مړو شمېر درې تنه زيات شوی او ۹۴ ته رسېدلی دی.
لاتينه امريکا
د لاتينې امريکې ټولو هيوادونو په نوي ډول کرونا ويروس د اخته کسانو موارد تاييد کړي دي. د هايتي ولسمشر يووېنل مويسه د خپل هيواد لومړۍ دوې پېښې اعلان کړې دي. دا په دغه سيمه کې وروستی هيواد وو چې ترمخه يې په دغه ويروس د ابتلا موارد کشف کړي نه ول. مويسه په ورته وخت کې بېړنی حالت اعلان کړی، په ګرځېدو يې بنديز جاري کړ او له لسو کسانو څخه د زياتو انسانانو غونډې يې منع کړې.
متحده آيالات
د کليفورنيا آيالت ټول وګړي بايد په خپلو کورو کې پاته شي څو د متحده آيالاتو په تر ټولو زيات نفوس لرونکي آيالت کې د کورنا پاندېمي (ټولنيونې) په وړاندې مبارزه وشي. ګورنر يا والي، ګېوين نيوسن دغه خبره د پنجشبې په ماښام اعلان کړه. تر دې مخکې يې د کرونا له کبله يو ممکن ډېر هيبتناک وضعيت ترسيم کړی وو، که اغېزمن تدابير البته پورته نه شي.