پوتين د نوو پوځي مانورونو لارښوونه کړې
۱۳۹۴ شهریور ۱۷, سهشنبهد روسيې د دفاع وزير سرگي شويگو، ويلي دي چي په دغو مانورونو کي د روسيې په مرکزي برخو کي مېشت ځواک او ځينو نورو سيمو کي پراشوتي ځواکونو، جنگي او ترانسپورتي الوتکي ته د تيارسی اعلان سوی دئ.
دغه مانورونه چي د دوشنبې په ورځ پيل سوي دي او تر شنبې پورځي پوري به دوام وکړي، د پوځي ځواک ماموريت پکښي ارزول کیږي.
شويگو ويلي دي: «موږ باید خپل پراشوټي ځواک و آزمويو چي دوی يوه ليري ماموريت ته گومارل کيږي او په ناآشنا هوايي ډگرونو کي راکښته کيږي.»
په دغو مانورونو کي به د روغتيا او کرهڼي وزارتونو ملکي مامورين هم برخه اخلي چي په «جنگي حالت» کي به څه کوي.
د کريملن وياند ديميتري پيسکوف، ويلي دي چي جمهور رئيس ولاديمير پوتين په تکرار سره ويلي دي چي دی به د ناڅاپي پوځي مانورونو لارښوونه وکړي. «دا هغه څه دي چي اوس پيښیږي.»
د روسيې مرکزي پوځي سيمه له اورال څخه نيولي تر سايبريا پوري پرته ده. دغه راز د روسيې ليري شمالي سيمي هم په ځان کي رانغاړي.
د مني له پاره روسيې داسي پراخ پوځي مانورونه پلان کړي دي چي لس زره عسکر به برخه پکښې ولري.
روسيې د دوشنبې په ورځ په توره بحيره کي د سمندري ځواک مانورونه پای ته ورسول. دغه مانورونه د کريميا نيمه ټاپو په سمندري پوځي اډه کي ترسره سول.
له هغه وخت راهيسي (تيرکال) چي روسيې د اوکراين کريميا نيمه ټاپو د خپلي خاوري برخه وگرځوله هلته څو پوځي مانورونه وسول.