پوتین اروپا ته د لا لږ ګازو د انتقال خبرداری ورکړی
۱۴۰۱ تیر ۲۹, چهارشنبهاعلان
د روسیې جمهوررییس، ولاد یمیر پوتین ، له تهران څخه د یوې لیدني کتني پرمهال وویل، چي که په کاناډا کي د نورد سټریم یو پایپلاین له پاره ترمیم سوی توربین یې ژر هیواد ته ونه سیږي، اروپا ته به یې ورځنی د ګازو انتقال نور هم ډیر راکم سي. په عین حال کي پوتین د یوه الترناتیف په توګه د نورد سټریم دوه پایپلاین وړاندیز وکړ، چي کیدلای سي فعال کړل سي. په اوس وخت کي د تر ۱۲۰۰ کیلوکتره اضافه اوږد نورد سټریم یو پایپلاین، د کلني مراقبت په دلیل کاملأ متوقف او هیڅ ګاز نه انتقالوي. خو د پلان مطابق هغه باید سبا پنجشنبه بیرته په فعالیت باندي شروع وکړي.