څیړنه: ډیری آلمانیان د اسلام او مهاجرت په اړه له بحثه ویریږي
۱۳۹۸ خرداد ۴, شنبهد امريکا په متحده ايالاتو کي جمهور ریس دونالد ترمپ وکړلای سول چي د خپلو اعمالو او نظریاتو له لاري داسې فضا رامنځ ته کړي چي د ځینو کورنیو، دوستانو او ملگرو ترمنځ نور د جمهور ریس په هکله خبري ونه سي. بریتانویان بیا د بریکزیټ یا له اروپايي ټولني څخه د دې هیواد د وتلو په موضوع کې له ورته وضعیت سره مخامخ دي. په آلمان کي هم د مهاجرو موضوع په اصطلاح یوه داسي گرمه اوسپنه ده چي ډیری آلمانیان نه غواړي ځانونه پرې وسوځوي. نو له دې کبله عام محضر خو لا پریږده، ډیر وخت هغوی پر دې موضوع له خپلو دوستانو سره هم له بحث کولو ځان ساتي.
د نظر پوښتنې مشهوره انستیتوت «النباخ» په خپل یوه تازه رپوټ کي په ټول آلمان کي له ۱۲۸۳ آلمانیانو څخه پوښتنه کړې ده چي «هغه کوم حساس مسایل دي چي د خلکو یې په ویلو خوله سوځي؟»
د دې پوښتنې په ځواب کي د ۱۴ انتخابونو په ډله کي، ۷۱ سلنه ځواب ورکوونکو د مهاجرو موضوع انتخاب کړې ده. تر مهاجرت وروسته، بیا په دویمه کتګوري کې په مطلق ډول حساسه موضوع «اسلام» ټاکل شوې ده.
د ایلیت قشر او عامو خلکو تر منځ واټن
د النباخ انستیتوت اداري مشرې او د دغه رپوټ جوړونکې ریناته کویشر، په آلمانۍ ورځپاڼي «فرانکفورت الگماینه څایتونګ» کي په دې اړه لیکلي دي: « د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ مو کلونو هیجان تر ډیره حده پوري پای ته رسیدلی دی. خو هغه څه چه ورڅخه پر ځای پاتې دی دا تصور دی چي ایلیت قشر د خلکو اندیښنې ډیرې جدي نه نیسي او آن ورباندې شک کوي.»
د یوې دریمي موضوع په هکله هم خلک په احتیاط سره خبرو کولو ته اړ دي: له پلرني هیواد سره مینه او وطن پرستي. دې موضوع په وروستیو کلونو کي ډیر تغیر کړی دی. څه نا څه شل کاله دمخه ۱۶ سلنه آلمانیانو «وطن پرستي» حساسه موضوع بلله خو اوس دغه سلنه ۴۱ لوړه سوې ده.
کویشر زیاتوي: «په دې منځ کي یو پر دریمه برخه خلک وايي چي که یو سیاستمدار غواړي ورباندي ډیري حملې ونه سي نو باید د ملي افتخاراتو او وطن پرستۍ په باب ځان چوپ ونیسي.»
د هغې په خبره عام خلک هم اوس په مخ په ډیریدونکي توګه وبیریږي چي د دغو کلماتو له استعمالولو سره په ښي اړخو او نشنلسټانو کي شامل نه سي.
د آزادي محدودیت، تر ټولو دمخه په عامه محضر کي
د «النباخ» د څیړنې په حواله دا هم مهمه ده چي سړی د حساسو موضوعګانو په اړه په عام محضر کي بحث کوي او که له خپلو دوستانو او خپلوانو سره. ۵۹ سلنه آلمانیان په دې نظر دي چي په شخصي ماحول کي سړی آزاد نظر ورکولای سي خو بیا یوازي ۱۸ فیصده په دې آند دي چي په عام محضر کي سړی په آزادانه ډول خپل نظر بیانولی سي.
د بیلګې په توګه د دغې څیړنې موندنې ښيي چي ۶۱ سلنه پوښتل سوي کسان په دې نظر دي چي په عام محضر کې د دې خبرې کول چې «د مهاجرو له پاره تر حده ډیر څه تر سره کیږي» له خطره ډګ کار دي. په خصوصي ماحول کې بیا د دې خبرې کول یوازې د ۳۱ سلنه پوښتل سویو کسانو له پاره خطرناکه دي.
د رپوټ نتیجه ښيي چې هر دویم آلماني په دې نظر دی چي په اوس وخت کې باید ډیر دې ته پام وسي چي سړی په عام محضر کي څنگه رفتار کوي او څه شی باید ووايي. هر دریم آلمانی بیا په دې نظر دی چي د بیان آزادي یوازي په شخصي ماحول کي ممکنه ده. ۴۱ فیصده آلمانیان پر دې نیوکه کوي چې هر خبره باید له «سیاسي لحاظه سمه» وي یا دا چي خبري باید داسې وسي چي هیڅوک یې هم له کبله خواښینی نه سي. ښه مثال یې د رپوټ په حواله دا دی چي سړی باید د «بهرني» کلمه استعمال نه کړي، او پر ځای یې «د مهاجرت ریښې درلودونکي انسانانو» عبارت وکاروي - داسي یوه اصطلاح چي په اصل کې باید په علمي ماحول کي استعمال سي، نه په ورځني ژوند کې. د هرو درو آلمانیانو له ډلې ډوه یې د کلماتو په انتخاب کې له حده د ډیر احتیاط له کارولو سره مخالف دي.
خو د دغو مسایلو تر څنگ بیا د نوي رپوټ په حواله اکثریت آلمانیان په دې نظر دي چي د اقلیم ساتني، د ښځو او نارینه و تر منځ د مساوات، بیکاري او یا د اولادونو د تربیې په باب ورته د نظر په اظهارولو کي محدودیت وجود نه لري.
(qn/ms (DW: Oliver Pieper