څیړنه:د جرمني ځوان مسلمانان په ټولنیزو مسایلو کي ډیر فعال دي
۱۳۹۹ تیر ۲۰, جمعهکاتولیکي خبري آژانس د دغي څيړني د مشر یورګ عمران شرویتر، په حواله لیکلي دي چي په دغه نظر پوښتنه کي د ۱۴ څخه تر ۳۴ کلنو پوري ۷۰۰ مسلمانو څخه پوښتني سوي دي. ویل کیږي چي تر ۲۱ کلنۍ پوري مسلمانان تر نورو ډیر د جامعې سره په ارتباط کي دي او فعاله دي.
دغه انلایني څیړنه همدارنګه بیانوي چي اسلامي هویت همیشه په یوه مسجد او یا اسلامي ټولني باندي تعلق نه لري. ددغي څیړني لیکونکي وايي چي د مسلمانانو داوطلبانه او اجتماعي کارونه معمولأ په یوه مذهبي پروژه کي مستقیمأ نه تر سره کیږي.
د مروج تصور خلاف
څیړونکو ته جالبه داوه، چي د دغي نظر پوښتني۷۰ فیصده ګډون کوونکي ښځي وې. او دا د هغه تصویرخلاف څه وړاندي کوي چي پر اسلامي ټولنه باندي مردسالري حاکمه ده.
د دغه تحقیق په نتیجه کي، څیړونکي پیشنهاد کوي چي په جرمني کي دي د اجتماعي فعالیتو د لوړیدو په منظور په هدفمند ډول سره مسلمانو نجونو او ښځو ته ډیره توجه وسي. هغوی ټینګار کوي چي مسلماني ښځي نه باید څنډي ته پوري وهل سي.
په دغه نظر پوښتنه کي د کارلسروهه اسلامي الاهیاتو او مذهبي تعلیماتو د انستیتوت تر څنګ د برلین د اجتماعي علومو انستیتوت او روبرت بوش مؤسسې هم برخه اخیستې ده.
خو سربیره پردې دغه څیړنه په جرمني کي د ټولو اسلامي ټولنو نمایندګي نه کوي، ځکه چي په دغه نظر پوښتنه کي تر ټولو دمخه د مکتبونو د شاګردانو او محصلینو څخه پوښتني سوي دي. څیړونکو د هغو کسانو سره هم مصاحبې کړي دي، چي ورته معلوم وه چي په اجتماعي فعالیتو کي فعاله دي.