چارواکي: د جاپان په زلزله کې د مړو شمېر ۴۸ ته لوړ شوی
په جاپان کې د تېرې ورځې په ويجاړونکې زلزله کې د مړه شوو کسانو شمېر ۴۸ ته لوړ شوی دی. د ټپيانو شمېر هم ډېر دی. د زلزلې له کبله شاوخوا ۴۵زره کورونو باندې برېښنا قطع شوې. چارواکو د نورو زلزلو خبرداری ورکړی دی.
د مړو په شمېر کې ډېروالی
د ۲۰۲۴م کال په لومړۍ ورځ د ریشتر په کچه ۷ اعشاریه ۶ درجې زلزلې د جاپان یو شمېر برخې ولړزولې. دغې زلزلې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د سه شنبې ورځ تازه رپوټونه وايي د مړو ۴۸ ته رسيدلی دی. چارواکي وايي زلزلې تر ټولو ډېر زیان په ایشکاوا ایالت کې اړولی دی.
تر زلزلې وروسته اور لګيدنې
د مړه شوو کسانو نیمايي ېې د ایشيکاوا ولایت د نوتو جزېرې په واجیما بندري ښار کې ثبت شوي دي. په دغه سيمه کې کورونه تخریب شوي او تر زلزلې وروسته اورلګېدنه رامنځ ته شوې چې په انځور کې ېې لوګی تر سترګو کېږي.
د اوبو او برېښنا قطع کېدل
په دغه انځور کې په زلزله کې تخريب شوي کورونه ليدل کيږي. د زلزلې له کبله پر شاوخوا ۴۵ زره کورونو برېښنا قطع شوې ده. پر اکثرو سيمو د څښاک اوبه هم قطع شوې دي.
په اوزاکا کې زلزله
د دوشنبې ورځې زلزله د جاپان په اوزاکا او کیوتو ښارونو کې احساس شوه. رپوټونه وايي چې په جاپان کې تر دغې زلزلې څو دقیقې مخکې یوه بله ۵ ریشتري زلزله هم شوې وه. د تازه رپوټونو مطابق، چارواکو د نورو زلزلو خبرداری ورکړی دی.
لوړو پرتو سيمو د تللو سپارښتنه
تر زلزلې وروسته د جاپان عمومي تلویزیوني شبکې «ان اچ کې» اعلان وکړ چې «ټول ځایي اوسيدونکي باید په سملاسي توګه لوړو ځایونو ته ولاړ شي.»
د سونامي خبرداری
د جاپان د هوا پيژندنې ادارې، تر شديدې زلزلې وروسته، په سواحلو کې د دريو مترو لوړو څپو د يوه احتمالي سونامي خبرداری ورکړ .
سړکونو درزونه کړي
په دې انځور کې ليدل کیږي چې سړکونو درزونه کړي دي. په ټولنیزو رسنيو کې د زلزلې د رامنځته کیدو د شيبې عکسونه او ويډيوګانې نشر شوی دي. په ځينو عکسونو کې ليدل کیږي چې ډېری سړکونه تخريب شوي او لوې درزونه پکې رامنځته شوي دي.
اټومي بټۍ خوندي دي
په جاپان کې تر زلزلې وروسته د دغه هېواد اټومي بټیو په هکله د احتمالي زیانونو اندېښنې وښودل شوې. خو د جاپان حکومت ويلي دی چې ټولې اټومې بټۍ او سیمې ېې خوندي دي او کومه بې نظمي نه ده رامنځ ته شوې.
د زلزلو وطن
جاپان په اصطلاح د آرام سمندر د اور پر کړۍ واقع دی چېرته چې تکتونیکي تختې له يو بل سره يوځای کيږي. زلزلې او آتشفشانونه تر ډېره په همدا ډول سیمو کې کیږي.