چين: د ډبرو سکرو شرکت کې اورلګېدنې د ډېرو کسانو ژوند اخيستی
۱۴۰۲ آبان ۲۵, پنجشنبهدچين د دولتي رسنۍ په حواله د دغه هېواد په شمالي شانسي ایالت کې د پنجشنبې په ورځ د ډبرو سکرو د يوه شرکت په ودانۍ کې د اورلګيدنې له کبله لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي دي.
شانسي ايالت په چين کې د ډبرو سکرو د توليد لوی مرکز دی.
د رپوټونو په حواله د سيمه په وخت د پنجشنبې سهار تقريباً ۷ بجې د يونګجو ډبرو سکرو شرکت په ګډه ودانۍ کې اورلګيدلی وو. اور په کان کې دننه نه بلکې د شرکت په هغه برخه کې لګيدلی چې دفترونه او د کارګرو د استوګنې خونې پکې دي. د اورلګېدنې د علت روښانه کولو په موخه پلټنې پېل شوي دي.
د سي سی ټي وي دولتي رسنۍ د رپوټونو په حواله ماسپښين موده اور خاموشه کړل شوی او د ژغورنې عمليات روان ول.
د دغه رسنۍ په حواله سيمه ایزو چارواکو ويلي دي چې د ژغورنې او د بيړنیو خدماتو د عملې له خوا تر اوسه ۶۳ کسان تخليه شوي دي چې ۵۱ یې روغتون ته انتقال شوي دي.
د «واېبو» په انترنتي شبکه کې په خپرو شويو ویډيوګانو کې ليدل کيږي چې له ودانۍ د اور لمبې او دود پورته کيږي.
چين چې په نړۍ کې ستر توليدونکی دی، د کان کیندنې په برخه کې یې تل دا ډول حادثې رامنځته کيږي. د رسمي شمیرو پر اساس تېر کال د کان کيندنو پر مهال ۵۱۸ حادثې رامنځته شوې وې.
په دې وروستیو کې د ډبرو سکرو پر توليدونکو شرکتونو فشارونه ډېر شوي ځکه چې د چین حکومت غواړي د کانونو په برخه کې د خونديتوب معيارونه لوړ کړي.
ب. ص ن. ز (AP, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: