چین: په کیمیاوي بټۍ کې چاودنې ۲۲ کسان وژلي
۱۳۹۷ آذر ۷, چهارشنبهد ورکړل شوو رپوټونو له مخې په ژانګجیاکو کې په یوې کیمیاوي بټۍ کې شوي چاودني ۲۲ کسان وژلي او ۲۲ نور یي ټپیان کړي دي. دغه ښار د ۲۰۲۲م کال د اولمپیک د ژمنیو سیالیو کوربتوب هم کوي.
په تیره لسیزه کې په چین کې د کیمیاوي موادو له بټیو نیولی تر کانونو پورې په صنعتي برخه کې رامنځ ته شوي خونړۍ پيښې د دې سبب شوي دي چې د اغیزمنو شوو ټولنو تر منځ غوسه راوپاروي.
تر اوسه کوم معلومات شته؟
ویل شوي دي چې چاودنه د هیبای شینګهوا کیمیکل انډسټري، شرکت د لاریو بارولو په ځای کې رامنځ ته شوې ده. د چین دولتي خبري آژانس شینهوا، ویلي دي چې په پيښه کې۵۰ موټر سوځیدلي دي. ځایي حکومت له خلکو غوښتي دي چې د نندارې له پاره د پيښې ځای ته ور نه شي، ځکه چې دغه څه ښایي د ژغورنۍ بیړنۍ چارې خلل کړي. پولیس اوس په دې هڅه کې دي چې د پيښې علت معلوم کړي.
په چین کې له کلونو راهیسې په صنعتي برخه کې دغه ډول پيښې د چارو د پوهانو له نظره د خوندیتوب د کمزوري معیارونو د پلي کولو له کبله رامنځ ته کیږي. په ۲۰۱۵م کال کې په تیانجن کې دغه ډول یوې چاودنې تر۱۷۰ زیات کسان وژلي وو. دغه چاودنه د کیمیاوي موادو په سم ډول د نه ځای پر ځای کولو له کبله رامنځ ته شوې وه.
د روانې میلادي میاشتې په سر کې په فوجیان ولات کې د کیمیاوي موادو د بهیدو له کبله ۵۲ تنه ناروغه شوي وو. دغه کیمیاوي زهرجن مواد هغه وخت له بیلرونو بهیدلي وو، چې په لاریو کې باریدل.
د ټولنیزې بې کرارۍ په پام کې نیولو سره پيکینک د صنعتي خوندیتوب د ستندردونو د ښه کولو هوډ څرګند کړې وو. خو د چاپیریال ساتنې پلویان وایي چې په دې برخه کې ډیر لږ بدلون رامنځ ته شوی او کارګر اوس هم له خطر سره مخامخ دي.