ډاکټر روت فاو، پاکستان کې د جذام ناروغانو ژغورونکي
پاکستان کې د جذام د ناروغانو آلمانۍ ډاکټره روت فاو، په دغه هیواد کې تر پنځوسو کلونو زیات وخت د ناروغانو د درملنې له پاره تیر کړل. هغه د چهارشنبې په ورځ د ۸۷ کلنو په عمر په کراچۍ کې مړه شوه.
پاکستان کې پاتې کیدل یوه تصادفي پيښه وه
د دوهمې نړیوالې وروسته ډاکټرې روت فاو، پریکړه کړې وه چې خپل ژوند به د بشریت خدمت ته وقف کړي. خو پاکستان ته د میرمن روت فاو، تګ او هلته خیریه کارونه تر سره کول یو تصادف وو.
کراچۍ کې تم کیدل
په ۱۹۶۰م کال کې میرمن روت فاو، د کار په موخه هند ته تلله، خو د ویزې د ستونزې له کبله څو موده په کراچۍ کې تم شوه. په دغه موده کې هغه د جذام د ناروغانو یوه ځای ته د تللو فرصت تر لاسه کړ. د ناروغانو وضعیت ته په کتو سره هغې پریکړه وکړه چې همدلته پاتې شي او د ناروغانو مرسته وکړي.
د کلینک جوړول
تر هغې وروسته په ۱۹۶۳م کال کې روت فاو، له لوري جوړ شوي کلینک ډیر ژر د جذام د ناروغانو د تدواۍ له پاره پر یوه روغتون واوښت. په کرار کرار د ټول پاکستان په کچې د هغې نورې څانګې پرانیستل شوې.
د زرګونو ناروغان درملنه
د هغې له لوري په جوړ کړی شوي روغتون کې نه یوازې ډاکټرانو ته روزنه ورکول کیده، بلکې د ناروغانو درملنه هم کیده. د هغې دغو هڅو د پاکستان حکومت باندې اغیز وکړ او په ۱۹۶۸م کال کې یې د جذام پر ناروغۍ باندې د کنترول له پاره د ټول هیواد په کچه يو پروګرام وړاندې کړ.
له پاکستان سره مینه
روت فاو، به د پاکستان په اړه ویل: «زه په پاکستان کې هیڅکله له کومې ستونزې سره نه یم مخامخ شوې. ما د پاکستان په شمال لویدیځ قبایلي سیمو کې د خلکو د مرستې له پاره کار کړی دی. هلته زیات خلک ما د خپل کار له کبله پیژني او هیچا زما د کار پر وړاندې د خنډ جوړولو هڅه نه ده کړې.»
دوې ورځې او دوې شپي
روت فاو، په ۱۹۲۹م کال کې د آلمان د لایپڅګ، په ښار کې زیږیدلې وه. هغه ۱۷ کلنه وه چې له ختیځ آلمان څخه یې لویدیځ آلمان ته د اوښتو پریکړه وکړه. پخواني لویدیځ آلمان ته د اوښتو له پاره هغې په پر له پسې توګه دوې ورځې او دوې شپې سفر کړی وو.
د پاکستان په بیلا بیلو برخو کې د ناروغانو لاس نیوی
میرمن روت فاو، کابو خپل ټول وخت د پاکستان په سندهـ ایالت او د خیبر پښتونخوا ایالت په لیرې پرتو سیمو کې د ناروغانو د لاس نیوي له پاره تیر کړل.
جایزه
میرمن روت فاو، ته په ۲۰۱۲م کال کې په آلمان کې د نړیوالو رسنیو «بامبي» د خاموش اتل، جایزه هم ورکړل شوې وه. هغې ته دغه جایزه د آلمان په دوسلدورف ښار کې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې ورکړل شوې چې پکښې د ټولې نړۍ ځخه د تلویزون او فلمونو تر زرو زیاتو شخصیتونو ګډون کړی وو.