ژمني طوفان د تور سمندرګي سیمې ځپلې دي
د تورې بحيرې په سيمه کې يوه طوفان سخت زيان اړولی دی. په بلغاريا، اوکراين او روسيه کې یې له کبله بريښنا قطع شوې، سېلابونه راغلي او سختې واورې يو شمير سيمې ځپلي دي.
په صوفيا کې واوره
په بلغاريا کې په نوامبر میاشت کې درنې واورې د دغه هېواد شمال ختیځ ډېر اغیزمن کړی دی. د تور سمندرګي په سيمه کې سخت طوفان د بلغاريا ترڅنګ اوکراين او روسيه هم اغيزمنه کړې ده.
په اوديسا کې تياره
سختې واورې د اوکراين په اوديسا کې ترافيک په ټپه درولی وو. د «Ukrainska Pravda» په نوم آنلاين ورځپاڼې د رپوټ په حواله د سيمې د انرژۍ د يوې دستګاه ۱۱۰ متره لوړ دودکش نړېدلی. د دوشنبې په سهار کابو ۱۵۰ زره کوررونو بريښنا نه لرله او خلکو ته په کور کې د پاتېدو لارښوونه شوې وه. ښوونځي هم تړل شوي ول.
په اوکراين کې ترافيکي ګډوډي
ژمی په جدي توګه د اوکراين پلازمينې کيف ته هم رسېدلی دی. چارواکو ويلي دي چې د تور سمندرګی په سيمه کې تر سخت ژمني طوفان وروسته په سونو ټکرونه شوي دي. ويل شوي چې څه نا څه ۱۳۰۰ لارۍ او کابو ۸۴۰ موټر يا خو ټکر شوي او يا هم د واورو له کبله پر لاره بند پاتې ول. په داسې حال کې چې يخني په زياتيدو ده، په دې اړه انديښنې ډېرې شوي دي چې روسيه به په هوایي بريدونو کې د انرژۍ زیربناوې په نخښه کړي.
په کريميا کې واورين سېلابونه
په کريمیا نيمه ټاپو کې چې په ۲۰۱۴م کال کې روسیې الحاق کړ، د سختو سېلابونو رپوټونه ورکړل شوي دي. د يوه ۵۰ کلن سړي د ډوبيدو او نورو اوو کسانو د ټپيانيدو خبر ورکړل شوی. په سيمه کې د روسیې له خوا ګمارل شوي چارواکي سېرګې اکسيونوف بيړنی وضعيت اعلان کړی دی. [په انځور کې] ليدل کيږي چې خلک هڅه کوي په بادي کښتيو کې له يخنۍ او سېلابه ځانونه وژغوري.
په ايسپريه کې څو متره واوره ورېدلې
په بلغاريا کې دمګړۍ ډېر سړکونو د واورې او ونو د چپه کيدو له کبله بند دي چې بايد تصفيه شي. ځيني مهمې غرنۍ لارې بندي دي او هوايي او د ريلګاډو ترافيک هم له محدوديت سره مخامخ دی. د سختې واورې له کبله تر زرو ډېرو ښارګوټو او کليو بریښنا پرې شوې ده. په څلورو سيمو کې بيړنی حالت اعلان شوی.
په سوچي کې طوفان
د روسیې په جنوب کې د کراسنودار سیمه طوفان ډېره اغيزمنه کړې ده. په سوچي ښار کې سترو څپو ساحلي سيمې اغیزمنې کړي دي. سوچي د ګرجستان سرحد ته څېرمه د سمندر پر غاړه پروت ښار او د سېلانيانونو د خوښې ځای دی. په داسې حال کې چې د سمندر څپې تر اتوو مترو لوړې دي د نووروسويک پايپ لاين په اوږدو کې د ټانکرونو د بار کولو پروسه درول شوې او ټانکرونه خوندي ځای ته انتقال شوي.
په انقره کې د واورو لوبې
د ترکیې په پلازمينه انقره کې ځوانان چې يوازې خولې لرونکی جاکټونه یې له يخنۍ ساتي، له ساحله لیرې له دې غير معمولي ډېرې واورې څخه خوند اخلي.