۱۴۰۲ آذر ۱۴, سهشنبهد ژمي موسم له رارسېدو سره سم په کابل کې یو شمېر اړمنې کورنۍ د سون توکو پیرلو ته انديښمنې دي او د ژمې د رارسیدلو سره سم هیڅ ډول چمتوالی نلري. دغه کورنۍ د کار له نشتوالي انديښنه هم څرګندوي او وایي چې د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله باید مرستندویه ادارې ورسره مرسته وکړي. له بلې خوا د طالبانو د اقتصاد وزارت ټینګار کوي چې په هېواد کې د اقتصادي بنسټونو له رغولو وروسته به د فقر کچه راټیټه شي.