کارپوهان: د افغانستان د اوبو مديريت دې علمي وشي
۱۴۰۲ تیر ۲۲, پنجشنبهد څېړونکو په وینا له لسیزو راهیسي د افغانستان اوبه ګاونډیو ته د کډوالو، امنیت او ټرانزیټ په موخه قرباني شوي او باید دغه ملي شتمني په وړیا توګه ور نه کړل شي. باور دا دی چې د اوبو مدیریت په سیاسي او اقتصادي اقتدار پورې تړلی چې افغانستان یې په اوس کې نه لري.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت کې د اوبو مدیریت یو متخصص د هویت پټ ساتلو په شرط وویل: «کلونه کیږي د افغانستان اوبه د امنیت له پاره وسیله شوې، خو نور باید د اوبو مهار سره علمي چلند وشي. وروستیو کلونو کې د باران او واورې ورښت کچه کمه وه، چې له امله یې د هلمند سیند د اوبو اندازه هم کمه شوې ده، خو ایران دولت دا ټکې په پام کې نه نیسي او د هلمند حقابې مسلې له پاره په ایران کې مېشت افغان کډوال او د افغانانو مجبوریت د فشار په توګه کاروي.»
د اوبو مدیریت دا متخصص زیاتوي، ایران له خپلې خاورې افغانستان ته رابهیدونکي اوبه تړلي خو، د افغانستان وړیا اوبو له پاره بیلابیلې بهانې لټوي.
له دې سره د اقلیم بدلون او د ورښتونو څېړونکي وایې چې په نړۍ کې د اوبو مدیریت بحث له ۱۹۵۰م کال وروسته مطرح شو، هغه مهال افغانستان سوله او ثبات درلود خو د هېواد د اوبو مدیریت ته هغه ډول چې لازم وه کار ونه شو.
د اقلیم او اوبو سرچینو څیړونکی ډاکترعاصم مایار وایې چې د افغانستان له اوبو سره علمي او مسلکي چلند نه دی شوی: «افغانستان د اوبو په برخه کې یوازې له ایران سره د حقابی تړون لري. له افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته بهیدونکو اوبو کې له پاکستان سره د حقابې مشخص تړون نه لري. له ایران سره هم یوازې د هلمند سیند د حقابه معاهده ده، چې موسی شفیق له لورې ترتیب او د هغه مهال دواړو دولتونو له لوري منل شوې ده. په وروستیو لسیزو کې په نړیواله کچه د چاپېریال ساتنې او اقلیم بدلون بحث رامنځته کیدو سره د اوبو مدیریت بحث متفاوت کړ. په افغانستان کې په د تېرو شل کلونو کې، نړيوالې ټولنې، آسیایي پراختیایي بانک او نړيوال بانک د اوبو مدیریت او بندونو پر بنسټیزو پروژو پانګونه ونه کړه.»
اړوند مطلب:ایران: د یوې میاشتي په ترڅ کې اوبه خوشي کړئ
د یادونې وړ ده، چې هلمند سیند کې د ایران حقابه «یوه ثانیه کې ۲۲ متر مکعب تعیین شوې ده، خو د افغانستان د هغه وخت صدر اعظم له ایران سره د ښه نیت او ورورګلوۍ په موخه د معاهدې ټاکل شوې اندازې، علاوه في ثانیه کې ۴متر مکعب اوبه د بخشش په توګه ومنلې، چې ایران ته في ثانیه کې ۲۶ متر مکعب اوبه ورکول کیږي.»
د ښاغلي مایار په باور د اوبو مدیریت چارې د سیاسي اقتدار او سیاسي بصیرت سره تړلي دي: «افغانستان د اوبو پراخې سرچینې او فرصتونه لري، چې ګاونډیو هېوادونو ته د بهیدونکو اوبو د حقابې بحث له ننګونو څخه په شریکو فرصتونو بدل او روانې اوبه مهار کړي. د ورښتونو کمښت له امله د اوبو کچې کمیدل له ایران او پاکستان سره شخړې نشې پېښولی، خو په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو سیاسي مداخلې او د اوبو مدیریت پروژو پر وړاندې مخالفتونه رامنځته کولی شي.»
د پوهنتون استاد تاج محمد تلاش په دې اړه وایې: «د اوبو مدیریت یو اړین او اساسي نړيوال اقتصادي بحث دی، چې په نړۍ کې لومړنی حیاتي او اقتصادي فکټور ګڼل کیږي او د یوه هيواد پر اقتصادي وضعیت مستقیم اغیزې کوي. په تېره یوه نیمه لسیزه کې چې په هېواد کې د وچکالۍ شاهدان یو، خو د څېړنو پر بنسټ شاوخوا ۳۸ میلیارد متر مکعب اوبه چي ۸۰ سلنه یې خوږې دي پرته له کوم معیار ایران او پاکستان ته روانې دي.»
د ښاغلي تلاش په وینا، پاکستان او ایران د افغانستان د اوبو د مدیریت له امله ډیر اندېښمن دي، په ایران کې د اوبو کچه تر ډیرې اندازې ټېټه شوې او بل خوا په پاکستان کې د انرژۍ کمښت له امله د صنعت سکتور اغیزمن شوی.
اړونده انځوریزه ګالري:
باور دا دی، چې پاکستان ته د افغانستان پراخو اوبو بهیدو مخنیوي سره به د پاکستان اقتصاد او کرنیز نظام له ستونزو سره مخ شي او د وخت په تېریدو سره به اسلام اباد له کابل سره ناسمې سیاسي او اقتصادي پالیسۍ پای ته ورسوي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وایي، د اوبو مهار او انرژۍ تولید سره به، صنعتي پارکونو فعالیت او کورني تولیدات پیاوړي شي، سترې دولتي فابریکي به فعاله او افغانستان په تدریجي توګه له وارداتي برېښنا څخه په داخلي تولید او برېښنا صادرونکي هېواد بدل شي.
د انرژۍ او اوبو وزارت معلوماتو پر اساس د افغانستان اکثریت ولایتونو کې د زراعت له پاره د اوبو زخیرې او دغه راز د اوبیزې برېښنا کوچني او لویو بندونو جوړولو ظرفیت شته، چې هر بند د اوبو زخیرې زمینه برابروي.په افغانستان کي وچکالي او د لوږي خطر
د دغه وزارت د اوبو تنظیم معنیت راپور له مخې په بغلان کې پلخمري، کندهار ارغنداب او دهلې بندونه، دایکندي کې سوختوګ، کونړ کې ماڼوګي او مرکز بندونه، ننګرهار درونټه، لغمان کې شاهي کانال، کندز کې قوش تیپې کانال، پکتیکا کې پالتو، زابل کې توري، ارزګان کې شپلوغ بند، غزني کې بند سلطان، لوګر سرخاب، کابل قرغې بند، تخار کې نمک أب، سمنګان، بلخ او خوست ولایت کې د کرنې له پاره د اوبو زخیره کولو او یو شمېر یې د انرژۍ تولید بندونه شته.
د طالبانو د ادارې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وایې: «په هیواد کې د انرژي د تولید پراختیا او د اوبو د سرچینو مدیریت خپل ملي مسئولیت بولم، په پوره صداقت سره ژمن یم چې د هیواد د بشري او طبیعي سرچینو په استفادې سره د افغانستان پرمختګ او ملي اقتصاد پیاوړتیا کې خپله ملي وجیبه ترسره کړم.»
تېر جمهوري نظام کې د پاشدان، سلما، کمال خان، کجکي، بخش آباد، المار، شورابک، کابل کې د شاه وعروس، شاتوت او پکتیا کې د مچلغو بندونو جوړولو قراردادونه لاسلیک شول، خو کارپوهان وایې دغه پروژې د وسله والو بریدونو او مالي فساد له امله تکمیل نه شوې.
ش.ش / خ. ح / ن. ز