کاناډا: په ځنګلونو کې اور لګېدنې او سیلابونه
د کاناډا په لویدیځ کې له ۱۰۰ څخه ډیرو ځنګلونو کي اورونه لګیدلی او په يو شمير نورو ځایونو کې سیلابونه را وتلي دي. د دې دواړو طبيعي پېښو دليل د تودوخې لوړه درجه ده. په دې «بې ساري وضعيت» کې هيڅ ښه والی نه ترسترګو کیږي.
د کاناډا د البرټا ځنګل اور لګیدلی
دا لوګي د کاناډا په لویدیځ البرټا ايالت کې لوجپول ته نږدې د ځنګل له اور څخه راپورته شوي دي. د چارواکو په وینا، د یکشنبې په ماښام په دغه ايالت کې په ۱۰۷ ځايونو کې اورونه فعال وو. تر اوسه ۲۸ اور لگيدنې تر کنټرول لاندې نه دي راوستل شوي. د البرټا لومړي وزیر ډینیل سمیټ د «بې ساري وضعیت» له کبله د شنبې په ورځ بیړنی حالت اعلان کړ.
سوځېدلې ځمکه
کاناډا د تودوخې لوړه درجه او وچ پسرلي تجربه کوي: د ځنګل اورونه د تودوخې له امله دي چې په ځینو ځایونو کې له اوسط څخه ۱۵ درجې پورته ده. باد او وچکالي د اور د خپریدو سره مرسته کوي. چارواکو ويلي دي چې په البرټا کې له ۳۷۵ زره هکتاره څخه ډیره ځمکه سوځیدلې ده.
د اور له لمبو تيښته
رخصتي نه، بلکې بیړنۍ سرپناه: په مرکزي البرټا کې د ډرایټون درې په شا او خوا کې خلک په ګرځنده کورونو کې په پارکینګ کې کیمپنگ کوي يعني خیمې وهي او ورځې او شپې پکې سبا کوي. د کوچني ښار ۷۰۰۰ اوسیدونکي د اونۍ په پای کې بايد د ځنګلونو د اور له کبله له خپلو کورونو وتلی وای. په ټولیزه توگه نږدې ۳۰ زره کسان له البرټا څخه ایستل شوي.
«يوه سپرغۍ کافي وي»
د پولیسو موټر ډریټن درې ته نږدې سړک بند کړی دی. ايالتي لومړۍ وزيرې سمیټ وویل چې ټولې سرچینې باید د بحران سره د مبارزې لپاره وکارول شي. نوموړې زياته کړې: «یو څو سپرغۍ د ډارونکي اور پیل کولو لپاره کافي دي.» د وضعيت د ښه کيدو په تړاو کومه وړاندوينه نه ده شوې. قوي بادونه او گرمي به د راتلونکو څو ورځو او اونیو لپاره دوام وکړي.
«خورا سخت شرایط»
د اونۍ په پای کې په سویلي البرټا کې په وقفه يي ډول بارانونه وشول. د البرټا د ځنګلونو د اور وژنې ادارې یوې ویاندې وویل: «دې کار د اور خاموشه کوونکو سره دا مرسته کړې ده چې هغو سیمو ته ورسیږي چې مخکې د شديد اور له کبله نه شو ورتلای.»
بیړنی وضعيت
هغه خلک چې د اور څخه تښتیدلي، کولی شي د البرټا ولایت په پلازمینه اډمونټن کې د تخلیې په دې مرکز کې راجستر شي او خواړه ترلاسه کړي. ځینې زیانمن شوي کسان د کښتۍ یا چورلکې په واسطه دې خوندي ځای ته راوړل شوي دي. د البرټا د لومړۍ وزیرې سمیټ په وینا، پر زرگونو نورو کاناډايانو غږ شوی چې تخليه کيدو ته چمتوالی ونيسي.
ډېرې سيمې اوبو لاندې کړي
د کاناډا په نورو سیمو کې بيا ستونزه اور نه، بلکې اوبه دي: د البرټا په گاونډي ايالت برټش کولمبیا کې د تودوخې لوړه درجه د واورې د چټک ويلې کيدلو لامل شوی چې په ځینو ځایونو کې په سیندونو کې اوبه پورته شوي. په ختيځ کيوبک ایالت کې هم اورښتونه او د واورې ويلي کيدل د سېلابونو باعث شوي.
له جنوري راهیسې په سلگونو ځنگلونو کي اور لگيدنه
سږ کال یوازې په البرټا کې تر ۳۶۰ زیاتو ځنګلونو کې اور لګېدلی دی. د البرټا د ځنگلي اورونو سره د مبارزې څانگې مشرې کریسټي ټکر وویل: «دا د تیرو کلونو په پرتله د پام وړ ډیر اورونه دي.» د اقلیم د څیړونکو په وینا، د تودوخې لوړيدل د سختو موسمي پیښو شدت او احتمال ډيروي او په دې توگه یې پايلې هم ډیريږي.