کرزي د امریکایي سرتیرو د وتلو د پلان هرکلی وکړ
۱۳۹۰ تیر ۲, پنجشنبهکرزي، د بارک اوباما د بيانیي څخه څو ساعته وروسته له هغي د امريکايي سرتیرو د وتلو هرکلی وکړ. په ورستیو کی د کرزی او غربی مشرانو تر منځ اړيکی ترنګلي شوي دی.
کرزي چي نن د ژورنالیستانو سره خبري کولي وویل چی دی د ولسمشر اوباما د اعلامیی څخه هرکلی کوی.
«مونږ دغه اقدام د افغانستان او ځان لپاره ښه بولو او ملاتړ یي کوو.»
کرزي همداراز افغان ملت ته د دي خبري مبارکی ورکړه چی اوس به د خپلي خاوري څخه خپله دفاع کول پیل کړي.
پرون «چهارشنبه» باراک اوباما په یوي 13 دقیقه یي بیانیي کي وویل چي 10000 امریکايي سرتیري به د راتلونکي میاشتي تر پای پوري او 23000 نور به تر راتلونکی دوبي پوري افغانستان څخه ووزی.
اوباما همداراز په خپلي بیاني کي زیاته کړه چي په افغانستان کي جګړه د ختمیدو په حال کی ده او په دغه هیواد کي د سولی ړڼا لیدل کیږي.
طالبانو د اوباما دغه څرګندونی «سمبولیکی» بللي. دغه ډله د وروستیو لسو کلونو را په دي خوا افغانستان کي د افغان او بهرنیو ځواکونو په وړاندي په جګړي بوخته ده.
که څه هم متحده ایالات د حامد کرزي د حکومت خڅه ملاتړ کوي، خو په وروستیو کي د کرزي او غربی نړۍ اړیکي یو څه ترنګلي شوي دي.
کرزی په امریکایانو تور لګوي چي د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره کافي اقدامات نه کوي، خو بیا امریکایي چارواکو په وروستیو کی کرزی د يوه ښه ملګري په حيث ده ته د شک په سترګه ګوري.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل