کرزی طالبانو ته: د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړئ
۱۴۰۲ مرداد ۲۸, شنبهحامد کرزي پر خپل ایکس/ټویټر او فیسبوک خپرې کړې ویناپاڼه کې ویلي: «په دې تاریخي ورځ یو وار بیا له سرپرست اسلامي حکومت غواړم، څو ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزې او ټولو هېوادوالو ته د زده کړو زمینه برابره کړي، څو نورو ته له اړتیا خلاص او په رښتیني ډول د خپلواکۍ او یوه پر ځان بسیا هېواد څښتنان شو.»
پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې پیغام کې یو وار بیا د بین الافغاني خبرو پر ژر پیلېدنې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې «له اوسنیو ستونزو د وتلو، تل پاتې سولې راوستلو او د ملي وحدت له پاره د افغانانو خپلمنځي خبرې مهم دي.»
څه باندې اوه سوه ورځې وشوې، چې پر افغانستان واکمنو طالبانود نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې تړلي. که څه هم دغه ډلې په دې موده کې د «ترتیب جوړولو او شرعي چوکاټ» برابرولو خبره کړې؛ خو د افغانانو او نړیوالې ټولنې د هر ځلي ټینګار سربېره هم د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو له لوري د کوم عملي اقدام څرک نه لیدل کېږي.