کرونا: په نړۍ کي د مړو تعداد تر ۲۰۰ زرو واوښت
۱۳۹۹ اردیبهشت ۷, یکشنبهد کرونا نوي ویروس د شیوع راهیسي تر اوسه پوري په دنیا کي تر ۲۰۰۰۰۰ تنو هم اضافه مړه سوي دي. لکه څنګه چي ډیرو رسنیو خبر ورکړی دی، د مړو دغه ارقام پرون شنبه د اروپا په وخت (د اپریل میاشتي ۲۵ مه) ثبت سوي دي. تر همدغه وخته پوري تر ۲،۸ ميلیونه پوري انسانان په هغه باندي اخته سوي هم دي.
که څه هم د امریکا په متحده ایالاتو کي د کرونا ویروس څخه ډیر انسانان مړه سوي دي، خو بیا هم اروپا هغه براعظم دی چي د دغه ویروس څخه تر ټولو ډیر کسان پکښي مړه دي. په اروپا کي تر ۱۲۲۰۰۰ اضافه انسانان مړه او ۱،۴ ميلیونه نور په اخته سوي دي. یوازي په ایټالیا کي تر دغه وخته پوري تقریبأ ۲۵۴۰۰، په هسپانیا کي ۲۲۹۰۰ او فرانسه کي ۲۲۶۰۰ مړه دي. په دې منځ کي په بریتانیا کي تر ۲۰۰۰۰ اضافه انسانان د کرونا ویروس څخه مړه دي.
او په جرمني کي؟
که څه هم جرمني په اروپا کي تر ټولو ډیر نفوس لري، خو بیا په مقایسوي ډول په دغه هیواد کي لږ انسانان د کرونا ویروس څخه مړه سوي دي. د الماني خبري آژانس په حواله تر پرون شنبه ورځي پوري په دغه هیواد کي ۵۶۴۳ تنه مړه او ۱۵۲۰۰۰ نور په اخته سوي دي.
زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: