کرونا کوم هيواد کي کوم شمېر کسان وژلي؟ ـ انځوريز راپور
د کرونا له ویروس څخه د ( ۲۰۲۰ م کال د مارچ تر ۷ نیټې پورې) په تر سلو ډیرو هیوادونو کې تر ۱۰۰ زرو ډیر انسانان اغیزمن شوي دي. په دغه انځوريز راپور کي په بيلو هیوادونو کې د دې وبا وضعیت ته یوه لنډه کتنه شوې:
چین
په چين کې د ۲۰۲۰م کال د مارج میاشتې تر ۷ نیټې پورې ۸۰۸۱۳ تنه د کرونا پر ویروس اخته او تر ۳۰۷۰ تنو ډیرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سویلي کوریا
په سویلي کوریا هیواد کې د ۲۰۲۰م کال د مارج میاشتې تر ۷ نیټې پورې ۷۰۴۲ تنه د کرونا پر ویروس اخته او ۴۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پر دغه ویروس د اخته کسانو ۱۳۵ تنه یې بیرته رغیدلي (صحت مند) شوي دي.
ایران
په ایران کې د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې تر ۷ نیټې پورې ۵۸۲۳ تنه د کرونا پر ویروس اخته شوي او ۱۴۵ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په داسې حال کې چې پر دې ویروس د اخته کسانو له ډلې څخه ۹۱۳ تنه یې بیرته رغیدلي دي.
ایټالیا
په ایټالیا کې د ۲۰۲۰م کال د مارج میاشتې تر ۷ نیټې پورې ۴۶۳۶ تنه د کرونا پر ویروس اخته شوي او ۱۹۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پر دې ویروس د اخته کسانو له ډلې څخه ۵۲۳ تنه یې بیرته صحت مند شوي دي.
آلمان
په آلمان کې د ۲۰۲۰م کال د مارج میاشتې تر ۷ نیټې پورې ۶۷۰ تنه د کرونا پر ویروس اخته شوي، تر اوسه پرې هیڅوک نه دي مړه شوي او ۱۷ تنه یې بیرته صحت مند شوي دي.
فرانسه
په فرانسې کې د ۲۰۲۰م کال د مارج میاشتې تر ۷ نیټې پورې ۶۵۳ تنه د کرونا پر ویروس اخته ، ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ تنه یې بیرته صحت مند شوي دي.
جاپان
په جاپان کې د ۲۰۲۰م کال د مارج میاشتې تر ۷ نیټې پورې ۴۲۰ تنه د کرونا پر ویروس اخته ، ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۶ تنه یې بیرته صحت مند شوي دي.
هسپانیا
په هسپانیا کې د ۲۰۲۰م کال د مارج میاشتې تر ۷ نیټې پورې ۴۰۱ تنه د کرونا پر ویروس اخته ، ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲ تنه یې بیرته صحت مند شوي دي.
امریکا او کاناډا
په امریکا کې د اخته کسانو شمیر ۳۳۸ او ۱۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ۸ تنه بیرته صحتمند شوي دي. په کاناډا کې بیا د اخته کسانو شمیر ۵۴ او ۸ تنه بیرته صحتمند شوي دي.
سویس
په سويس هیواد کې د اخته کسانو شمیر ۲۱۴ او یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ۳ تنه بیرته صحتمند شوي دي.
بریتانیا
په بریتانیې کې د اخته کسانو شمیر ۱۶۴ او دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ۸ تنه بیرته صحتمند شوي دي.
سینګاپور، هانګ کانګ او تهایلنډ
په سینګاپور هیواد کې د اخته کسانو شمیر ۱۳۰ او ۷۸ تنه بیرته صحتمند شوي دي. په هانګ کانګ هیواد کې د اخته کسانو شمیر۱۰۸ او دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی- ۵۱ تنه بیرته صحتمند شوي دي. په تهایلنډ هیواد کې د اخته کسانو شمیر۵۰ او یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی- ۱۳ تنه بیرته صحتمند شوي دي.
هالنډ، بلجیم، ناروې، اتریش او سویډن
په اروپایې هیواد هالنډ کې د اخته کسانو شمیر۱۲۸، په بلجیم کې ۱۰۹ په ناروې کې ۱۰۸، سویډن کې ۱۰۱ او اتریش کې ۶۶ دی. په هالنډ کې یو تن مړ شوی او په بلجیم کې بیا یو تن صحتمند شوی دی.
افغانستان، هند او پاکستان
په افغانستان کې ۴ تنه د کرونا پر ویروس اخته دي. په پاکستان کې ۶ تنه اخته او یو تن بیرته صحتمند شوی دی. په هند کې ۳۱ تنه اخته او ۳ تنه یې بیرته صحتمند شوي دي.
عمومي وضعیت
تر ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې تر ۷ نیټې پورې دا ویروس د نړۍ په تر سلو ډیرو هیوادونو او ټولو براعظمونو کې خپور شوی دی. پر دې ویروس د اخته کسانو مجموعي شمیر ۱۰۲۴۶۹ تنو ته رسیدلی، په داسې حال کې چې د دې ویروس له امله د قربانیانو شمیر ۳۴۹۱ تنو رسیدلی. د هغو ناروغانو شمیر چې بیرته روغ یا صحتمند شوي دي ۵۷۴۴۴ دی.