د بيجنګ المپيک لوبو سره د امریکا بایکاټ، چين په غوصه کړی
۱۴۰۰ آذر ۱۶, سهشنبهد کریملین ویاند، دمیتري پیسکوف خبریالانو ته وويل: «زموږ دريځ دا دی چې د المپيک مسابقې باید له سیاست څخه آزادې وي.»
د جو بایدن ادارې، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به د المپيک راروانو لوبو ته چې په فبرروۍ میاشت کې په بیجنګ کې ترسره کيږه د چین د بشري ریکارډ په ایراد سره، هيڅ امریکايي ديپلوماتیک او یا حکومتي استازی ونه لیږي.
د کریملين ویاند وویل دا مثبته خبره ده چې خو دغه تصمیم به ګډونوال اغیزمن نه کړي. پیسکوف وویل: «په المپیک کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې لوبغاړي اغیزمن نه شي.»
د فرانسې خبري آژانس په رپوټ کې ويل شوي چې واشنګتن میاشتې میاشتې پر دې فکر کړی چې د دغو لوبو په اړه څه دریځ غوره کړي، چې کوربتوب يې داسې یو هیواد کوي چې د ايغور مسلمان لږکۍ په «نسل وژنه» باندې تورن دی. ایغوریان د چين په شمال لويديځ، د شینجیانګ په سیمه کې میشت دي.
دغه اقدام د بجینګ له سخت مخالفت سره مخ شوی او ويلي يې دي چې امریکا متحده ایالات به د دغه «ناسم اقدام قیمت ادا کړي.»