کله او چيري کوم شمېر مهاجر مړه شوي؟
د پناه غوښتنې په لټه کې د خپل هر څه په خطر کې اچونکي اکثره مهاجر منزل ته تر رسیدو مخکې له نړۍ سره مخه ښه کوي. دا چي په تیرو کلونو کې د کوم هیواد څومره مهاجرو په کوم ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، دلته يې کتلای شئ:
مدیترانه: د مهاجرو هدیره
په ۲۰۱۷ کال کې د نړۍ په مختلفو برخو کې د لادرکه شویو او وژل شویو مهاجرو شمیر ۱۳۱۹ تنو ته رسیږي. تر ټولو ډیر مهاجر په مدیترانې سمندرګۍ کې وژل شوي او یا هم تر اوسه پورې لادرکه دي چې شمیر یې ۷۹۸ تنو ته رسیږي. پر دې لار له افریقا او نورو سیمو څخه اروپا ته د رسیدو په هڅه کې د جنورۍ په میاشت کې ۲۵۷، په فبرورۍ کې ۲۳۱، په مارچ کې ۳۰۴ او په اپریل کې تر اوسه پورې ۶ تنو مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په سلګونه کسان لادرکه یا وژل شوي
د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې ۴۹۶ داسې کسان وژل شوي یا هم لا درکه دي چې هویت یې معلوم نه دی. په دې ترڅ کې ۱۹۱ هغه کسان ول چې له یو څخه د زیاتو هیوادونو یا سیمو پورې یې تعلق درلود. د صحرایې افریقایې هیوادونو ۱۴۹، د افریقایې شاخ هیوادونو ۲۴۱، د لاطیني امریکایې سیمو ۱۷۲، د سویل ختیځ آسیا ۴۴ او د منځني، ختیځ او سویلي آسیا ۲۵ تنه مهاجر لادرکه او یا هم وژل شوي دي.
۲۰۱۶ کال ـ ۸۰۰۰ مهاجر لادرکه یا وژل شوي
په ۲۰۱۶ م کال کې په نړیواله کچه ۷۸۷۲ تنه مهاجر لادرکه یا وژل شوي دي. تیر کال هم د مهاجرو تر ټولو ډیر تلفات په مدیترانه کې ول چې شمیر یې ۵۰۹۸ تنو ته رسیده. په ۲۰۱۶ کال کې د شمالي افریقا په اوبو کې ۱۳۸۰ تنو، او د مکسیکو پر سرحد ۴۰۲ تنو، په سویلي ختیځ آسیا کې ۱۸۱ او په اروپا کې ۶۱ تنو مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تیر کال هم افریقایې هیوادونه تر ټولو زیات زیامن شوي
تیر کال ۲۸۱۵ تنه افریقایې مهاجر لادرکه او یا هم وژل شوي ول. د منځني ختیځ او جنوبي آسیایې سیمو ۵۴۴، د سویل ختیځ آسیایې هیوادونو ۱۸۱ تنه مهاجرو په داسې حال کې چې د لاتین امریکا او کارابین هیوادونو ۶۷۵ تنه مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سویل ختیځ آسیایې هیوادونه هم اغیزمن شوي دي
په ۲۰۱۵ م کال کې خپل منزل ته تر رسیدو مخکې له نړۍ سره د مخه ښه کونکو مهاجرو شمیر ۶۱۱۷ تنو ته رسیدلی وو. په دې کال کې هم تر ټولو ډیرو مهاجرو( ۳۷۸۴ تنه) په مدیترانې کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. په ۲۰۱۵ کال کې د سویلي ختیځ آسیایې هیوادونو د مهاجرو تلفات ۷۸۹ تنو ته رسیده. دا هم هغه کال وو چې د روهنګي مسلمانانو جنجال خپل اوج ته رسیدلی وو.
روهنګیان هم د پناغوښتنې په تلاش کې ورک شوي دي
په ۲۰۱۵ کال کې له مدیترانې سره د متصل هیوادونو ۳۷۸۴ تنه مهاجر، د سویلي ختیځ آسیا ۷۸۹ په داسې حال کې چې د افریقا ۶۷۲ تنه مهاجر لادرکه او یا هم وژل شوي ول. د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو کمیسارۍ د مهاجرت پر مهال د وژل شویو او یا هم لادرکه شویو روهنګي مسلمانانو شمیر شاوخوا دری نیم سوه تنه ښودلی وو.
هویت نامعلوم دی او که کوم بل علت دی؟
په ۲۰۱۴ کال کې په نړیواله کچه د وژل شویو او یا هم لادرکه شویو مهاجرو مجموعي شمیر ۵۲۶۷ تنو ته رسیده. د تلفاتو له پلوه بیا هم مدیترانه او سویل ختیځ آسیایې هیوادونو د نوملړ په سر کې ځای نیولی وو، چیرې چې د تلفاتو شمیر ۳۲۷۹ او ۸۲۴ تنو ته رسیده. په همدې کال د نږدې ۱۰۰۰ تنو هویت معلوم نه شو.
له ۲۰۰۰ کال څخه تر اوسه پورې ۴۰ زره وژل شوي
«مسنګ مائګرینټس پراجیکټ» د مهاجرت له پاره د ملګرو ملتونو سازمان یوه داسې پروژه ده چې د سفر پر مهال د لادرکه کیدونکو او یا هم وژل شویو مهاجرو اړوند ارقام څاري. د دغې ادارې په حواله له ۲۰۰۰ میلادي کال څخه تر اوسه پورې نږدې ۴۰۰۰۰ مهاجرو د سیاسي پناغوښتنې په تلاش کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. نوموړۍ اداره پر حکومتونو فشار اچوي چې د مهاجرت ستونزې ته دې د حل لاره ولټوي.