کله چې امریکایان يخ وهي او استراليايان سوزي
يوازي دونالد ترامپ په دې عقيده نه دې، چې ګواکې د زمکې تودوخه د انسانان له اقداماتو سره تړاو نه لري. کیدای شي ډيری کسان په امريکا کې د واورې او سړو له کبله د زمکې تودوخه جدي ونه ګڼي. په دې تړاو دغه عکسونه:
د ژمې سړو شپو ورځو په وروستیو کې د هوا زښت زيات سوړ والې د امريکا په ختيځو سواحلو کې هغه خلکو ته دا موقع برابره کړه،چې په اړه يې شک ښکاره کړي. ځکه دوی په دې اند ول، چې د زمکې تودوخه د انسان له اقداماتو سره تړاو نه لري. هغه ډله څيړونکي چې د "اقلیم بدلون" په اړه خبرداری ورکوي، دونالد ترامپ پرې ملنډې ووهلي.
د امريکايانو له یخ وهلو سره جوخت د زمکي په سویلې نيمه کره، استرالیا کي د تودوخې ۴۷ درجې حرارت سره خلک سوزونکې دوبې تجربه کوي. عکس (د سیدنې په Bronte ساحل کې)
حقیقت دا دی، چې د هوا پيژندنې سازمان په ۲۰۱۷ م کال کې، په ټوله نړۍ کې د زمکې تودوخې په رسمی ثبت سره، دويم تود کال دی چې ثبت شوی دی. (عکس په ۲۰۱۷ م کال کې په مونته نګرو کې د هوا تودوخې درجه، د سانتی ګراد ۴۷)
په څه ډول سره کولی شو"په امريکا کې دغه سخته سړه هوا " او " د تودې هوا ثبتیدل" واضح کړو؟ د څيړونکو لومړی ځواب دا دی، چې " هوا" او اقليمې بدلون باید يو ونه ګڼو. کارپوهان د هوا تودوخه او سوړوالې يو طبعي امر بولي. اقليمي بدلون په اړه د اوبو او هوا په اړوند د کارپوهانو له خوا ورکړل شويو معلوماتو ته په پام سره په اوږده موده کي تر سره شوي دي.
کارپوهان وايې، چې د پدیدو په اړه د بشر څيړنې، پوهه او متقابل اغیز ډير محدود او په ډيرو برخو کي د پيل په مرحله کې دی. که څه هم په دې اړه څيړنې په دې وروستيو کي پيل شوي. خو اوس ځينو څيړونکو اعلان کړی "په امريکا کې، په وروستیو ورځو کې، سخته سړه هوا او کنګل کیدل، په دقيق ډول د زمکې له تودوخې سره تړاو لري".
په داسې حال کې، چې د امريکا په ختيځو سواحلو کې هوا سړه او کنګلونه وو، هوا پيژندونکو اعلان وکړ، چې د زمکې کرې په نورو برخو کي، په عین موسم کي د تيرو کلونو په پرتله هوا توده وه. د څيړونکو پر وینا په وروستیو کلونو کي ډير ځله ليدل شوي، چې په اتمسفیر کې تند باد موج راپورته کيږي، د امریکا په لويديځ کې د تودې هوا څپې او د قطبي هوا څپې يې ختيځو سواحلو ته راننوزي.
د تند باد بهیر حتي په لا ځواکمنو بادونو سره په فضا کې په يو نري جریان کې متمرکز ته جت استریم ويل کيږي. دغه بهیر د باد د فرضي تونل په څير د زمکي په پورته اتموسفیر کي ځای نیولي وی، چې د اتصال ټکې يې (چیرې چې د حرارت درجه د فضا پورته برخه کي کموالي مومی) او استراتوسفر (هغه ځای چې د حرارت درجه په کې د ارتفاع په زیاتوالي کي زياتوالي مومي.)
په اوس وخت کې د زمکې کرې قطبونه په ډيرې چټکې او زیات شدت سره د استواي سیمو په نسبت د تودیدلو په حال کي دي. څيړونکې په دې باور دي "چې د انډول دغه نابرابرۍ پر جت استريم باندې هم اغیز پرايښې دې"
د پوتسدام کې د اوبو او هوا د څيړنيز انستيتوت څخه مارلين کرچمار شپيګل ته ویلي دي:« موږ وکولې شو، دا وښيو چې د جت استريم د اوږدې دورې کمزورتیا په جت استراتوسفر کې د اروپا په شمال،آسیا او(Eurasia کي د ژمی موسم سوړوالي سبب شوي.»خو په امريکا کي لا دغه موضوع په پوره ډول نه ده څيړل شوي.
کارپوهان په خپلې وروستئ نظريه کی وايې:« دغه موضوع ثبوت شوي،چې هر کله جت استریم کمزورې کيږی،په يو ځاي کي سخت ساړه رامنځ ته کيږي.» خو د دغو دواړو فزيکي اړيکه لا تر اوسه نه ده ثابته شوي.
د امریکا د فیربانکس آلاسکا،د هوا پيژندنې ملی ادارې نیویارک تايمز ته ویلي:«د قطب شمال تودوخه په ډير اټکل سره چې د نړۍ پر نورو سیمو هم اغیز کوي.دا هغه څه دي چې ټول کارپوهان پرې توافق لري.»
د زمکي کري توديدلو له ډيرو مهمو دلايلو څخه په اتموسفير کې يو هم د ګلخانه يې ګازونو خپريدل دي،چې د انسان له خوا توليديږې. کارپوهان وایې،وروستیو څيړونو شودلې چې د زمکې پر اتموسفير د ګلخانه يې ګازونو د شمیر موجودیت،په تيرو ۸۰۰ زره کلونو کي هيڅکله په دغه اندازه نه وو.
انتقاد کونکي په دې نظر دی،چې د زمکې تودوخه د ګلخانه يې ګازونو څخه نه بلکې د زمکې کرې اتموسفير څخه دي،چې د مثال له پاره ۵۵ ميلونه کاله پخوا یادوي. خو دا بايد له ياده ونه باسو چې د هغه دورې بدلون د لس زره کلونو په موده کې ترسره شوې،نه دا چې د زمکې پر کرې د انسان واک او له ۲۰۰ کاله څخه په لږه موده کي له صنعتی کيدلو څخه.
۱۲۰ کاله کيږي،چې کارپوهان د ګلخانه یې ګازونو له خواصو څخه خبر دي. دا ګازونه د دي سبب کيږی،چې د لمر کمې وړانګې له اتموسفیر څخه بهر ته وزلیږي.دغه لوګي د زمکي پر مخ تودوخه لکه د يو چتر په څير ساتې. له ۱۹۵۸ م کال حخه د زمکې پر مخ د ګلخانه يې ګازونو شمیر د "مانوا لوا" په اور غورزونکي غره کې په هاوايې اندازه کيږي. له هغه کال څخه تر اوسه پورې د دغه ګازونو اندازه له ۳۲۰ نه ۴۰۰ پي پي ام ته رسیدلې.